برتانیا له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول وځنډول

د برتانیا په مانچسټر ښار کې پر کنسرټ د شوي برید د انځورونو په خپرېدلو پسې د دغه هېواد پولیسو د امریکا له امنیتي ادرو سره د معلوماتو شریکول وځنډول.

د برتانیا پولیسو په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د دغه معلوماتو خپرېدل غندلي دي.

برتانوي چارواکي وايي، د دې استخباراتي معلوماتو خپرېدل د پولیسو پلټنې زیانمنوي او د امریکا پر امنیتي ادارو یې د دوی باور کم کړی دی.

ټاکلې ده د برتانیا لومړۍ وزیره تریزا مې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې په ځنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ویني، خپله اندېښنه او ګیله ورته وکړي.

خپاره شوي انځورونه په وینو سرې بمي ټوټې ښيي، چې په چاودلوسره یې ۲۲ ک سان وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپیان شوي دي.

دا انځورونه په نیویارک ټایمز کې خپاره شوي، یو بوتل، خوراکتوکي او د بم چرې ښيي.

نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې ویلي، انځورونه ښيي چې دا بم نبستاً پرمختللی و.

له دې مخکې په امریکايي رسنیو کې د بریدګر په هکله د استخباراتي معلوماتو خپرېدلو هم د برتانیا د کورنیو چارووزیر پارولی و.

هغه خبرداری ورکړی و چې بیا باید دغه معلومات خپاره نه شي.

د بم جوړولو د کارځي موندلو هڅې

د مانچسټر پولیس وايي، د سې شنبې شپې د بم په هلکه په خپلو پلټنو کې اړ شول چې د دغه ښار په یوه برخه کې یو بم شنډ کړي.

دمګړۍ په دې تړاو شپږ کسان نیول شوي، خو کومه ښځه چې اول نیول شوې وه، اوس خوشې شوې ده.

پولیس باور لري چې د مانچسټر پر کنسرټ د ځانمرګي سلیمان عبیدي سره د یوې شبکې ملاتړ شته.

امنیتي ادارې باوري دي چې عبیدي دا بم پخپله جوړ کړی نه دی، ځکه د هغه ممکنه کارځي د موندلو هڅې کوي چې فکر کوي دا بم پکې جوړ شوی و.

د سلیمان عبیدي پلار او ورور هم د چهارشنبې په ورځ په لیبیا کې ونیول شول.