افغانستان او د ناټو نننۍ سرمشريزه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
په بروکسل کې د ناټو نننۍ سر مشريزه په داسې حال کې جوړېږي چې د ترهگرۍ گواښ د نړۍ په لر او بر کې زور اخيستى.
د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو مشران به د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې د دغې ټلوالې د رول پر څرنگوالي او د غړو هېوداونو ترمنځ د لگښتونو پر عادلانه وېش غور کوي.
ناټو چارواکو نننۍ سرمشريزه لنډه خو خورا مهمه بللې، او وايي د بحث يوه موضوع به يې د ترهگرۍ له اصلي جرړو سره د چلند او د ترهگرۍ ځپلو هېوادونو د امنيتي ځواکونو روزنه او سمبالښت وي، چې د دوى په وينا د ترهگرۍ ضد جگړې يو له تر ټولو اغېزمنو وسيلو دي.
د ناټو نننۍ سرمشريزه کې افغانستان
د دغې ټولنې سرمنشي ينز سټولټنبرگ چې د سرمشريزې په درشل کې په يوه خبرې ناسته کې را څرگند شو وويل د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې د ناټو ماموريت ارزونه په دې وروستيو کې بشپړه او د نورو تازه دمو پوځيانو غوښتنه شوې.
" زموږ پوځي قومندانانو د څو زرو نورو ځواکونو غوښتنه کړې چې اوسمهال موږ د دغو ځواکونو د برابرولو په بهير کې يو. زه تمه لرم چې راتلونکې مياشت په دې تړاو وروستۍ پرېکړه وشي."
خو ښاغلي سټولټنبرگ دا هم زياته کړه چې د ناټو د روان ماموريت په بڼه کې به بدلون نه راځي او تازه دم ځواکونه به هم د افغان ځواکونو پر روزنه او د هوايي دفاع په برخه کې د هغوى د وړتيا پر زياتولو خپل پام ور ټول ساتي.
د داعش ضد مبارزه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو سرمشريزه به د داعش پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو او اسلامي دولت نومې ډلې ضد نړېوالې ټلوالې سره د دغې ټولنې د رسمي يو ځاى کېدو سربېره پر دې ټکي هم بحث کوي چې غړي هېوادونه څنگه کولى شي په ٢٠١٤م کال کې د هغې کړې ژمنې د پوره کولو په لورتدريجي گام واخلي چې له مخې يې اړ دي د خپلو ناخالصو عوايدو دوه سلنه پر دفاعي چارو ولگوي.
د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو پارلمانونو په دغه ټولنه کې د مونټينگرو د ورگډېدو غوښتنليک هم منلى. چې ناټو چارواکي يې په لوېديځ بالکان کې د ټيکاو پر لور يو گام او نړېوالو بدلونونو سره د ناټو د ځان سمولو وړتيا بولي.








