تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشرف غني: د جګړې قربانیانې د جګړې عاملانې نه دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان مېرمنې د جګړې عاملانې نه، بلکې د جګړې قربانیانې دي او له وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې به یې حقونه خوندي کوي.
نوموړي دغه څرګندونې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په سوله کې د ښځو د ونډې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وکړې.
په یاده ناسته کې د افغانستان له بېلو ولایتونو د ښځو پر استازو سربېره د نړیوالې ټولنې یو شمېر ښځینه غړیو هم ګډون کړی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته وویل د افغانستان اساسي قانون ښځو ته پوره حق ورکړی خو دا حق هغه وخت ترلاسه کولای شي چې اساسي قانون پر ځان پلی کړي.
ولسمشر غني د غونډې له ګډون والو وغوښتل چې د سولې په تړاو خپل ځانګړي وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړي.
د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني د غونډې ګډون والو ته وویل ښځې د سولې په راوړلو کې مهم رول لري او کولای شي موخې ته د رسېدلو لپاره له دغه رول څخه ښه ګټه واخلي.
د نړیوالې ټولنې یو شمېر غړې هم کابل ته راغلي چې د سمپوزیم له لارې خپلې تجربې له افغان مېرمنو سره شریکې کړي.
د اندونیزیا د ښځو پیاوړي کولو او ماشومانو د ساتنې چارو وزیرې یاهانا یامبایس د افغان ښځو هڅې او لاس ته راوړنې وستايلې او زیاته یې کړه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید کړاوونه وګالي:
(( موږ په اندونیزیا کې راټوکېدونکې دیموکراسي لرو، چې له کورنیو ستونزو سره مله ده. خو ستاسو په شان پوهېږو چې ښځې د سولې ساتونکې دي. ښځې کولای شي چې شخړې او ستونزې راکمې کړي. او د دواړو خواوو ترمنځ سوله ییز ګامونه اوچت کړي)).
د افغان مېرمنو لومړی سمپوزیم په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا په واشنګټن کې دویم په ۲۰۱۴ کال کې د ناروې په اوسلو او درېیم او څلورم هم دا دی په کابل کې جوړ شوی دی. افغان حکومت ویلي تر ۲۰۲۰ کاله به په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه تر ۳۰ سلنې اوچته کړي.