'قومي مشران د ښځو حق په بډه وهي'

ښځې

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د خوست یو شمېر بې سرپرسته ښځې او مدنې فعالانې په ګډه وايي، د ناسمې څارنې له امله له یادو پروژو مستحقې ښځې نه برخمنېږي.

خوست کې یو شمېر مدني فعالانې وايي، په دغه ولایت کې د ځینو بې وزلو ښځو لپاره د پلي کېدونکو پروژو پیسې قومي مشران او اړیکوال یې خپلو جیبونو ته اچوي.

د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په دغه ولایت کې تر ډېره د چرګانو د وړو فارمونو جوړولو، کورنیو څارویو د ساتلو، د درزیتوب او ګلاوبدنې (ګلدوزۍ) ماشینونو د ورکړې پروژې پلې کېږي.

''د کرنې د ودې او کليو پراختيا هر اړخيز پروګرام'' د سلګونو ښځو د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره هڅې پیلې کړې دي.

د دغې ادارې مشر حيات وزيرعرفان وایي، له تېر کال راهیسې یې ۲۰۰ د چرګانو واړه فارمونه چې هر فارم کې ۳۱ چرګان دي، ښځو ته جوړ شوي: ''شرایط دا دي، چې هره ښځه، چې کور کې ځای ولري او د چرګانو لپاره قفس جوړول په ځان ومني، نو دوی ته لومړیتوب لري''.

ښاغلی عرفان زیاتوي، هر فارم ۵۰۰ ډالره ارزښت لري، چې د چرګانو د بقا لپاره د ''کارډیف'' نومې موسسې له خوا ۱۹ بېلابېل ډوله توکي ورکول کېږي.

د خوست یو شمېر بې سرپرسته ښځې او مدنې فعالانې په ګډه وايي، د ناسمې څارنې له امله له یادو پروژو مستحقې ښځې نه برخمنېږي.

د خوست ځاځي ميدان اوسېدونکې له نومښودو پرته بي بي سي ته ویلي، څو ځله یې کلي ته د کونډو او بې وزلو ښځو لپاره د جامو ګنډلو د ماشینونو او اوزو ساتلو پروژې راغلي، خو قومي مشرانو ځان ته ګرځولي دي: ''څوک چې د ملکانو پر وېش ناخوښه و، هغوی ته یې هم یو څه برخه ور کړې ده او غلي دي.''

الف ځدراڼ
د عکس تشریح، د خوست د سپیرې ولسوالۍ قومي مشر الف ځدراڼ تاییدوي، چې یو شمېر مشرانو د ګونډو او بې وزله ښځو حقونه خپل جیب ته اچوي.

د خوست چارواکي وایي، دوی تر وسې هڅه کړې، چې د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له پلي کېدونکو پروژو څارنه وکړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ بي بي سي ته وويل: ''زموږ اړوندو ادارو د ښځو لپاره ځانګړې پروژې په سم ډول پلي کړي، خو دا هم تاییدوم چې د اړیکو له لارې به نامستحقو کسانو ته هم رسېدلې وي.''

مشران او د پړې ګوته

د خوست د سپیرې ولسوالۍ قومي مشر الف ځدراڼ تاییدوي، چې یو شمېر مشرانو د ګونډو او بې وزله ښځو حقونه خپل جیب ته اچوي.

هغه وايي، په قومي لانجه کې د یوه وژل شوي انجینر مېرمن چې خپله هم معلوله ده، د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پروژه کې یې چا اډو پوښتنه نه ده کړې: '' د فارمونو او ماشینونو په وېش کې د یادې کونډې پوښتنه هیچا ونه کړه، خو پر ځای یې ملکانو دغه توکي کورونو ته یووړل او خپلو ښځو او خپلوانو ته یې ور کړل.''

مبارز محمد ځدراڼ
د عکس تشریح، مبارز محمد ځدراڼ وايي، ښايي د اړیکو له لارې ځینې مرستې پر نامستحقو کسانو وېشل شوې وي

بي بي سي ته یو شمېر مرکه کوونکو ویلي، ډېر ځله ستونزه د یاد پروګرام لپاره د مستحق او نامستحقو کورنیو د په نښه کولو له چارې زېږي.

د دوی په خبره ډېر ځله تر ارزونې او پلټنې پرته یوه کورنۍ د یادې پروژې وړ ګڼل کېږي.

د خوست د مرکز اوسېدونکی ایوب منګل وايي، د موسسي استازي یې کور ته ورغلل او د فارم جوړولو وړاندیز یې ورته وکړ، خو دی چې په دې پروګرام پوه وم چې د کونډو او بې وزلو د لاسنیوي لپاره دی او زما ورځ چلېده نو چورلټ انکار مې ورته وکړ.

په ښاري او کليوالي سیمو کې بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو لپاره د چرګو کوچني فارمونه او د شنو خونو جوړول او همدارنګه د لاسي صنایعو د توکو ورکړه، د هغوی په هوساینه او بسیاینه کې رغنده رول لرلای شي.

.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images)

د عکس تشریح، په ښاري او کليوالي سیمو کې بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو د توکو ورکړه د هغوی په هوساینه او بسیاینه کې رغنده رول لرلای شي.