القاعده د اسامه وژل کېدو شپږ کاله پس افغانستان کې 'په نشت حساب ده'

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن شپږ کاله وړاندې د مې دویمې په شپه امریکایي ځواکونو د پاکستان اېبټ اباد کې په نښه کړ او په همدې ورځ د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه د وژل کېدو اعلان وکړ.

د القاعدې د مشر وژل کېدو دغې ته سخت ګوزار ورکړ، خو انګېرنه دا وه چې دا شبکه د نامتمرکزوالي له امله "ترهګریزو" بریدونو ته د دوام ورکولو وړتیا لري. افغانستان، پاکستان او هند د سیمې له هغوهېوادونو دي چې د دغه بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ۲۰۱۱ کال د مې له لومړۍ نېټې شپږ کاله تېرېږي، اوس د افغانستان حکومت وايي، په وروستیو کلونو کې دغه هېواد کې د القاعدې فعالیتونه "ډېر کمزوري" شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، افغانستان او په تېره بیا ددغه هېواد ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې چې پاکستان سره پر پوله دي اوس د القاعدې فعالیت په نشت حساب دی.

ددغه وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، پخوا ددغې ډلې یو شمېر وسله والو په تېره بیا ننګرهار، کنړ، زابل او پکتیکا کې د ځان ښوولو لپاره د لګښتونو په مرسته فعالیتونه کول، خو دوی اوس له منځه تللي دي. "خو ځینو ځایونو، لکه زابل او پکتیکا کې کله، کله رامعلومېږي."

افغانستان کې د چارو شنوونکي هم له دولت سره همغږي دي. وحید مژده، په ځینو اسلامي هېوادونو کې د القاعده ډلې د پلویانو کمېدو لامل په دغو سیمو کې د نورو سخت دریځو ډلو د رامنځته کېدل بولي.

ښاغلی مژده باور لري چې نور نو د القاعدې په نوم شبکه نشته او ددوی وسله والو خپل نوم بدل کړ او د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره یوځای شوي چې عراق کې یې سر راپورته کړ:

"په حقیقت کې داعش هم ددغه القاعدې د ډلې خلک و چې داعش ته یې مخه کړه. په هغه کې ځینې کسان و چې په عراق او سوریه کې له القاعدې جدا شول او یوازې یوه وړه ډله پاتې شوه چې د ابو محمد الجولاني په مشرۍ باندې القاعدې سره وفادار پاتې شول، نور ټول د دولت اسلامي ډلې رامنځته کېدو وروسته د هغوی خوا ته لاړل."

اسامه بن لادن چې په ۱۹۵۷ کال کې په سعودي کې په یوې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلی، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل نه وروسته دغه هېواد ته لاړ او له مجاهدینو سره یوځای شو او وروسته یې له خپلو پلویانو یوه ډله جوړه کړه چې پر د القاعده شبکې واوښته.

کله چې د سعودي حکومت له کویت نه د صدام ځواکونو ویستلو لپاره امریکایي ځواکونو ته سعودي عربستان ته د ورتګ بلنه ورکړه نو اسامه د حکومت مخالف شو او وروسته یې په ۱۹۹۸ کال کې په ټولې نړۍ کې د امریکایانو پروړاندې جګړه اعلان کړه.

امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ بریدونو القاعده شبکه پر ټولې نړۍ وپېژندله او امریکا یې هم د ځپلو مټې رانغاړلې.

د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د څو اونیو په لړ کې (۲۰۱۱جون ۱۶مه) د هغه نژدې ملګری ایمن محمد ربیع الظواهري د القاعدې نوی مشر وټاکل شو. الظواهري بیا ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو پخواني مشر اختر منصور سره خپل بیعت اعلان کړ او په غږیز پیغام کې یې هغه "امیرالمومنین" بللی و.

د کتونکو په اند القاعده چې یو مهال د نړۍ د رسنیو د خبرو سرټکو کې وه، نور یې فعالیتونه په نشت حساب دي او له دې ښکاري چې څومره دا شبکه کمزورې شوې ده.