د مزار ښاریان د موبایل ټليفونونو او قیمتي توکو غلا اندېښمن کړي

د مزارشریف له روضې سره نږدې له ګڼه ګوڼې د یوه ډک واټ تر غاړې ځیني کسانو خپل ګاډي درولي او پر موبایل تلیفون خبرې کوي او یاېې په صفحه بوخت دي.

په لسو دقیقو کې له دې ځایه ۵ موټر سایکلونه تېرېږي چې لږترلږ دوه ېې پلیټونه نه لري، هغه څه چې خلک پرې شکمن دي او پوښتنه لري چې که موبایل ترې وتښتوي، نو څنګه ېې وپیژني.

د مزارشریف له اوسیدونکي عبدالوهاب یې موبایل داسې مهال وړی چې دی په خپل درملتون کې و.

نوموړی وايي،"په څوکۍ ناست وم یو کس د دوکان مخته موټر ودراوه او درملتون ته راغی، زما هیڅ دې ټکي ته پام نه و، دوا ساز ته يې وویل چې یو پاکټ درمل راکړه، لاس ېې ژامې ته نیولی و، ویل یي چې غاښ مې درد کوي، موبایل ېې زما له لاس کش کړ، ما فکر وکړ چې زما کوم ملګری دی راسره ټوکې کوي د باندی ووت په موټرسایکل ېې پښه واړوله لاړ له سترګو پنا شو".

ډېر نور په ځانګړې توګه نجونې او مېرمنې بیا له ښوونځیو او تعلیمي موسسو د رخصتیدو پر مهال چې غواړي له خپلو کورنیو او یا دوستانو سره خبرې وکړي له غلو سره مخ شوې دي.

ځینې بیا وايي چې د دغو اندیښنو له امله ېې د خپلو وسایلو ساتني ته پام ډېر کړی.

اختر محمد وايي، چې هر ځای اوس له دغی ویرې تلیفون نه راکاږی او ډېر ورته متوجه وي چې څوک ېې ترینه غلا نه کړي.

خو د دغو شوکو د ډېرېدو دلیل څه دی؟ په مزارشریف کې د مدني چارو فعاله شکریه ساپۍ وايي، د غلو نه تعقیبیدل، له قانونه د ویرې نشتوالی او د غلو بېرته خوشي کېدل هغه څه دي چې د دغو جرمونو کچه ورسره لوړه شوې ده.

خو د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان دورانی وايي، د غلو یو شمېر ډلې نیول شوې او د قانون منګلو ته سپارل شوې دي.

نوموړی وايي،"تیرکال دغه ډول پیښې زیاتې وې چې د خلکو د شکایت پر اساس یو شمېر غله ونیول شول او اوس د زندان د تمبو تر شا پراته دي خو سږ کال دغه پیښې ډیرې لږ شوې دي".

ښاغلي شيرجان زياتوي بې پلیټه موټرسایکلونو موضوع بیله ده چې د ترافیکي قوانینو پر اساس باید ورسره چلند وشي.

له اسنادو پرته د استعمال شوو توکو په بازار کې د بریښنایي وسایلو او په ځانګړې توګه د موبایلونو پیر او پلور د غلو کار هم اسان کړی دی، چې غلا شوي توکي ازاد پلوري، له بل پلو استعمال شوي دویم لاس توکي که څه هم ښایی د غلا وي، خو د ټیټې بیې او د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ېې بازار ګرم دی.

مګر یو شمېر افغان وګړي له دولت غواړي چې د بی اسناده توکو پېر او پلور کنټرول کړي.