تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بدخشان ولایت زېباک ولسوالۍ طالبانو نیولې
د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې زېباک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د زېباک ولسوالۍ د پولیسو مشر سلطان محمد یفتلي بي بي سي ته وویل، هغو پوله ساتو پولیس ځواکونو چې له طالبانو سره په جګړه بوخت ول، په شاتګ کړی او د اشکاشم ولسوالۍ کې دېره شوي.
دی وايي اوسمهال د زېباک ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر ولکې لاندې دی او افغان ځواکونه له مرکز لېرې سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
طالبانو هم خبري رسنیو ته د دغې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او وايي دا د دغې ډلې د نوو اعلان شویو پسرلني عملیاتو برخه ده چې " منصوري" یې بولي.
زېباک ولسوالۍ له مرکز فیض آباده ۱۲۰ کیلومتره لېرې پرته ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. دغه ولسوالي د بدخشان له خوندي سیمو بلله کېږي.
بدخشان کې د بي بي سي خبریال قربانعلي همزي وايي زېباک یوه له مهمو ولسوالیو ده او له سقوط سره یې له تاجکستان سره پر پوله پرتو ولسوالیو اشکاشم، شغنان او واخان ته امنیتي ګواښ پېښېدای شي.
اوسمهال د بدخشان د یمګان او وردج ولسوالۍ هم د طالبانو تر ولکې لاندې دي.