تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدخشان کې سړې هوا څلور کسان وژلي
د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایتي سیمه ییز چارواکي وايي، د سړې هوا له کبله په دې ولایت کې درې ښځې او یو سړی مړه شوي.
پېښه د افغانستان په ډېره لوړه سیمه د پامیر په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د بدخشان ولایت د مطبوعاتو برخه وايي، شپږ نور کسان سړې هوا بې هوښه کړي او د درملنې لپاره تاجکستان ته وړل شوي.
یاد بې هوښه کسان د افغان سرحدي ځواکونو له خوا لېږدول شوي.
بدخشان چې ډېره وګړي یې بې وزله دي، ډېر کله د طبیعي ناورینونو شاهد دی.
هر کال په دې ولایت کې د ډېرې سړې هوا او طبیعي پېښو له کبله ځینې وګړي مري.
د بدخشان مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: ''ددغو سیمو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او له حکومته یې غوښتنه دا ده چې ستونزې یې په هره ممکنه لاره چې وي حل کړي، که نه بشري ناورین به رامنځ ته شي''.
د پامیر پر لوړو څوکو ګڼ قرغیزي وګړي اوسېږي.
په وروستیو کې د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد له قرغیزستان سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې پربنسټ به یې قرغیزستان په دې سیمو کې د روغتیا، د بې وزلۍ او لوږې د کمولو او د روزنیزو مرکزونو د پیاوړي کولو پروګرامونه عملي کوي.