پر شاهين قول اردو د بريد له امله ملي ماتم اعلان شوی

د ویډیو تشریح، پر شاهين قول اردو د طالبانو بريد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو پر قومندانۍ د وسله والو طالبانو له بريد وروسته يکشنبې (۲۳ اپرېل) په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ولسمشرۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "په ټول هېواد او سياسي نمايندګيو کې به د افغانستان بيرغ نيمه ځوړنډ وي."

خبرپاڼه زياتوي، "د ارګ جامع جومات او د هېواد په ټولو جوماتونو کې به د دغه پېښې قربانيانو ته د دعا ځانګړي مراسم ترسره شي".

ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه خبرپانه کې د وژل شويو او يا ټپيانو شمېر نه دی ښودلی، خو وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ويلي وو، په دې بريد کې تر ۱۰۰ ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خبرپاڼې له مخې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د مرګ ژوبلې شمېر بدلېږي.

افغان حکومت له طالب اورپکو سره په اوږدې مبارې بوخت دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، افغان حکومت له طالب اورپکو سره په اوږدې مبارې بوخت دی
ولسمشر غني د شنبې په ورځ د بلخ د برید د ځینو ټپیانو پوښتنې ته ورغی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر غني د شنبې په ورځ د بلخ د برید د ځینو ټپیانو پوښتنې ته ورغی
شاهين قول اردو
د عکس تشریح، وسله والو طالبانو پر شاهين قول اردو د بريد مسووليت منلی دی

رپوټونو کې ویل شوي د وژل شویو کسانو شمېر له هغه خورا لوړ دی، چې لومړي سر کې ویل شوي وو. د پوځي سرچنیو په وینا برید په شاهین قول اردو په ودانۍ کې دننه یوه جومات ته څېرمه شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، بريدګرو پوځي يونيفارم اغوستی وو او رینجزر موټرو کې راغلي وو، چې یو یې امنیتي کسانو پېژندلی و او دویم هغه د قول اردو ودانۍ ته ننوتی و.

بلخ کې بريد

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر اشرف غني د دغې پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ او دعا لپاره د بلخ ته تللی و

وسله والو طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی. د دغې ډلې ویاند پر ټویټر د لسو بریدګرو انځور خپور کړی، چې په پوځي یونیفورم کې وسلې په لاس ولاړ دي.

د امریکا متحدو ایالتونو یوه پوځي ویاند جان توماس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، برید 'لویه ضربه ' وه، چې په وینا یې ښايي قربانیان یې ډېر شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغې پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ او دعا لپاره د بلخ ته تللی و او د دغې پېښې د هر ډول څېړلو حکم يې کړی دی.

ځینې اټکل کوي چې د وژل شویو شمېر تر ۱۴۰ اوښتی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځینې اټکل کوي چې د وژل شویو شمېر تر ۱۴۰ اوښتی