تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو غونډه: طالبان باید له جګړې لاس پر سر شي
مسکو د افغانستان سولې خبرو د یوه بل پړاو کوربه دی. دغو خبرو کې د افغانستا، ایران، چین، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی.
غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې له وسله والې جګړې لاس پر سر شي او له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
غونډې ته (افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د سیمې په کچه د لټون هڅو) نوم ورکړل شوی دی. د روسيې بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزې هېڅ پوځي حل نه لري او جګړه باید له سیاسي لارو چارو پای ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د ګډونکونکو هېوادونو استازو د ترهګریزو فعالیتونو ډېرېدو په اړه چې افغانستان کې د وینې توېدو او جګړې اوږدېدو لامل کېږي اندېښنه څرګنده کړې.
په ننۍ غونډه کې د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و.
د امریکا متحدو ایالتونو د مسکو له بلنې سره هم دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی. سپینه ماڼۍ وايي، روسیه د سولې په دغو خبرو کې د طالبانو ښکېلولو سره غواړي دغې وسله والې ډلې ته مشروعیت ورکړي، چې په وینا یې وړتیا یې نه لري.
د روسيې بهرنیو چارو وزارت د امریکايي چارواکو د هغو اندېښنو په تړاو، چې ګواکې دغه هېواد د طالبانو ملاتړ کوي، غبرګون څرګند کړی دی.
روسي چارواکي وايي، له طالبانو سره د دوی اړیکي دغې ډلې ته د 'مشروعیت ' ورکولو په معانا نه دي، بلکې په وینا یې لامل یې د داعش نومې ډلې پر وړاندې د دوی ګډ دریځ دی.
متحدو ایالتونو تېره شپه افغانستان کې د نړۍ تر ټولو لوی غیر اتومي بم کاروولی دی. روسیې تېرو میاشتو کې د افغانستان سولې خبرو په تړاو چین او پاکستان ته بلنه ورکړه او وروسته یې د افغانستان حکومت ته هم دې لړ کې بلنه ورکړه.