تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د روسیې سفیر: د خپلو خلکو خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لرو
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیڅکي وايي دا یوازې دوی نه دي چې له طالبانو سره اړیکي لري، بلکې امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، پاکستان، ایران ، سعودي عربستان او نور هېوادونه هم له طالبانو سره اړیکي لري. خو پوښتنه باید وشي چې په کومه موخه دا اړیکي نیول کېږي؟
نوموړي دغه خبرې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
د روسيې سفیر وايي، له طالبانو سره د دوی اړیکي د روسانو د خوندیتوب او ملي روغې جوړې ته د طالبانو د هڅولو په موخه نیول کېږي.
امریکايي او افغان چارواکي د روسیې او طالبانو تر منځ اړیکو په اړه اندېښمن دي.
خو ښاغلی ماتیڅکي وايي "د روسیې حکومت خپلې رښتينې مرستې د افغانستان له حکومت سره کوي نه له طالبانو سره. روسیه دې ته ژمنه ده چې د ملي پخلاینې بهیر د افغانستان په ګټه دی. دغه بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ملکیت وي".
د نوموړي په وینا، امریکایانو ویلي وو چې افغانستان ته د القاعدې او ترهګرو د له منځه وړلو لپاره راغلي دي. "خو برعکس دلته ترهګري لا ډېره شوه او د هغه په وینا د داعش په ګډون دلته نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې دي."
د روسیې سفیر وايي، په دغې مودې کې نا امنۍ د افغانستان له جنوبي سیمو شمالي هغو ته هم پراخې شوې دي. او په دې اړه دوی پنځه کاله مخکې خبرداري ورکړي و. خو په لوېدیځو هېوادونو کې دغو څرګندونو ته پام و نه شو او یا هم نه غوښتل کېدل چې په دې برخه کې کوم کار وکړي.
د ښاغلی ماتیڅکي په وینا "په تېرو پنځلسو کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې موجودې وې ترهګري له منځه یو نه وړل شوه او ښايي هم نه یې غوښتل."
په کابل د روسیې سفیر وايي په افغانستان کې د داعش شتون د روسیې لپاره اندېښمنونکی دی. ځکه د دغې ډلې موخه یوازې افغانستان نه بلکې د منځنۍ آسیا هېوادونه، چین، پاکستان او آن روسیه هم دي. او پر دغو هېوادونو د بریدونو شونتیا هم شته.
څه موده وړاندې یو شمېر افغان رسنيو راپورونه خپاره کړي وو چې مسکو د "اسلامي دولت" نومې ډلې سره د مقابلې لپاره د طالبانو د کارولو په اړه خبرې کړې خو ښاغلي ماتیڅکي دغه تورونه بې اساسه بللي و او وویل روسيه هېڅکله هم له طالبانو سره د اړيکو غوښتونکي نه وه.