تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند کې افغان پوځي ۳ امریکایي سلاکاران ټپیان کړي دي
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، د یو افغان کوماندو په ډزو کې درې امریکایي سلاکاران ټپیان شوي دي.
دغه پېښه نن یکشنبه، له غرمې وروسته د هلمند په ښوراب پوځي اډه کي رامنځته شوې.
ښاغلی ځواک وایي، دبرید انګېزه لا هم معلومه نه ده.
خو په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو د رسنیزې برخې مشر رسول ځاځی بیا وایي، دا برید قصدي نه و.
ښاغلی ځاځي وایي، ډزې په تېروتنه شوې او دوه بهرني سلاکاران ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره خپله افغان پوځي هم په ځوابي ډزو کې لومړی ټپي شوی، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.
خو ځیني سرچینې بیا په دغه برید کې د اتو بهرنیو سلاکارانو د ټپي کېدو خبره کوي.
برید په هغه سیمه کې شوی، چې شاوخوا دوسوه بهرني پوځيان په کې دېره دي.
دغه امریکایي پوځیان په شوراب پوځي اډه کې افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو او هوایي ځواک په برخه کې مرسته کوي.