تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عطامحمد نور بېرته د بلخ والي وټاکل شو
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه حکم پر بنست عطامحمد نور چې د بلخ سرپرست و والی مقرر کړی دی.
ښاغلی نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجراييه مشر هم دی د ۲۰۱۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو او د نوي دولت له جوړېدو وروسته د بلخ ولایت سرپرست والی و.
نژدې درې میاشتې وړاندې ښاغلي نور اعلان وکړ چې چمتو دی د ولایت څوکۍ پرېږدي خو د دې کار په بدل کې یې په کابینه کې د بدلون غوښتنه کړې وه.
که څه هم ولسمشریزو ټاکنو کې ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب نوماند و چې په پای کې د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو، خو په دې وروستیو کې عطامحمد نور ښاغلی عبدالله په دې تورن کړ چې ګواکې د جمعیت اسلامي ګوند د ونډې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.
د مرغومي میاشت کې ښاغلي نور له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې پر ښاغلي عبدالله نیوکه وکړه چې مدیریت کې پاتې راغلی دی.
ښاغلي نور وویل، دی به د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب هغه څه له ولسمشرغني ترلاسه کړي چې اجراییه مشر عبدالله یې په ترلاسه کولو کې ناکام شوی.
د ښاغلي نور څرګندونې د اجراییه مشر عبدالله له غبرګون سره مخ شو او ویاند یې د ښاغلي نور څرګندونې د ده شخصي نظر وباله او ټینګار یې وکړ چې د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب نه دي.
خو جمعیت اسلامي ګوند ارګ سره د ښاغلي نور د خبرو اترو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دغه خبرې د ګوند مشرانو سره په همغږۍ ترسره شوي دي.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند له مذاکراتو د ملاتړ ترڅنګ عطامحمد نور ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې له ولسمشر اشرف غني سره خپلې خبرې اترې وروستۍ کړي.
اوس چې پر پخوانۍ څوکۍ د ښاغلي نور د بیا تقرر خبره کېږي د ده او ولسمشرغني ترمنځ د خبرو اترو څرنګوالی لا له ابهامه ډک پاتې کېږي.