تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملي امنیت: د القاعده یو جګپوړی قومندان وژل شوی
د افغانستان ملي امنیت وايي، په غزني ولایت کې د سیف الله اختر په نوم د القاعده یو جګپوړی قومندان او د هغه یو ملګری د جنورۍ پر نهمه په ناوه ولسوالۍ کې وژل شوي دي
دې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې سیف الله اختر د القاعده مهم مشر و او د طالبواکۍ پر مهال یې دې ډلې ته د پاکستاني وسلوالو د جذبولو مسوولیت درلود.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امرخېل هم بي بي سي ته وویل، چې سیف الله اختر، په دغه ولایت کې د "پراخو ترهګریزو چارو" مشر و او له بهرنیو وسلوالو سره یې هم تماس درلود.
"هغه مشهور قومندان و، د ډېرو خلکو په وژنه کې یې لاس درلود. ډېر عملیات یې پلانول. د سیف الله اختر ډېری وسلوال بهرنیان وو، د پاکستان او چیچین وو. عرب هم ور سره و".
د نوموړي په خبره، د سیف الله اختر په وژل کېدلو سره به په غزني کې امنیت ښه او د ډېرو بریدونو مخنیوی به وشي.
ملي امنیت په بیانیه کې راغلي، چې سیف الله اختر هغه مهال د منځنۍ اسیا له هېوادونو۳۰ زره وسلوال په افغانستان کې سره ټول کړي وو.
دا اداره ادعا کوي چې دغه وسلوال د القاعده له اوسني مشر ایمن ظواهري سره د کابل شمال ته په بګرام کې د "ترهګرو" د یو مهم مرکز او همدارنګه د کابل ښار په ریشخور کې د بهرنیو "ترهګرو" د یو بل پنډغالي مشر و.
دا اداره زیاتوي چې سیف الله اختر "دوه ځلې په پاکستان کې نیول شوی، خو د هغه هېواد ځانګړو کړیو له بند خوشی کړی او افغانتسان ته یې د جګړې لپاره استولی و".
ملي امنیت دا هم وايي چې نوموړی په افغانستان کې د وسلوالو پاکستاني "ترهګرو" مشر و.