افغانستان: لسګونه رسنۍ کاري جوازونه نه لري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په هېواد کې ۱۵۰ فعالې رسنۍ کاري جواز نه لري. د دغه وزارت سرپرست کمال سادات د رسنیو له چارواکو وغوښتل چې دوی ته ورشي او د کار جواز اسناد ترلاسه کړي.

ښاغلی سادات زیاتوي، که رسنۍ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ځانونه ثبت نه کړي، حکومت به یې پر وړاندې قانوني چلند وکړي.

ښاغلی سادات وایي، یوشمېر هېوادوالو ورته د ځينو رسنیو د نشراتي منځپانګې په هکله شکایتونه کړي دي.

ښاغلی سادات د رسنیو له چارواکو غواړي، چې د اساسي قانون او د رسینو او وینا ازادۍ قوانینو په رڼا کې فعالیت وکړي.

د نوموړي په وینا، په راتلونکو څو ورځو کې یې د دغو رسینو چارواکي په دې موخه راغوښتی، چې ولې یې خپلې رسنۍ له حکومت سره نه دي ثبت کړې.

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا 'نی ' چارواکي وايي، د دومره ډېرو رسنیو د نه ثبت یو لامل دا دی چې د رسنیو د راجسترولو بهیر ډېر پیچلی دی.

د نی ادارې اجرايیه مشر مجیب خلوتګر بي بي سي ته وویل، چې د آزادو رسینو د تاسیس او فعالیت په نوم یې یوه مقرره جوړه کړې او ولسمشر ته یې د تصویب په موخه استولې ده.

لاسته راوړنه

افغان حکومت په تېره یوې نیمه لسیزه کې خپله لویه لاسته راوړنه په افغانستان کې د رسنو ډېرېدل او د بیان آزادي یادوي.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۵۰ تلویزونونه له ۲۴۰ ډېرې رادیوګانې او شاوخوا ۵۰۰ چاپي خپرونې فعالیت کوي.

په افغاسستان کې د رسنیو د خپلواکۍ موضوع یوه تنکۍ او نوې را ټوکېدلې پدیده بلل کېږي.

که څه هم د څومره والي له پلوه په دغه هېواد کې د رسنیو شمېر ډېر شوی دی، خو د کیفیت له پلوه د ځینو په باور لا تر اوسه په افغانستان کې ځینې رسنۍ په بېلابېلو مسلو کې غیر مسلکي چلند کوي.