تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هلمند لښکرګاه کې موټربم برید مرګ ژوبله اړولې ده
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې 'ځانمرګي' برید لږترلږه شپږ کسان وژلي او له ۲۰ زيات يې ټپیان کړي. د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کابل بانک څانګې ته څېرمه د ملي اردو پر زغره وال موټر جنګولی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، په ټپیانو کې ولسي وګړي (چې ښځې او ماشومان هم په کې دي) او پوځيان دواړه شته.
ښاغلی ځواک زیاتوي، برید داسې مهال شوی، چې د ملي اردو سرتېري د بانک مخې ته په کتار کې د تنخا اخیستو لپاره ولاړ وو.
وړاندې ځینو سرچینو په برید کې د ځینو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو ښاغلی ځواک وايي، تر اوسه دوی ته د وژل شویو کسانو خبر نه دی ور رسېدلی.
تر برید وروسته سیمه کلابنده شوې او تګ راتګ بند شوی.
تر اوسه کومې ډلې ددغه برید پړه نه ده منلې.
دا برید د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو له هغه هوايي برید یوه ورځ وروسته شوی، چې د سیمې د وګړو په وینا، "لږ تر لږه ۲۰ کسان پکې وژل شوي چې لویه برخه یې ملکیان دي ".