هلمند کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت لښکرګاه ښار د قومي مشرانو او ځايي چارواکو ترمنځ پر یوې غونډې ځانمرګي برید یوشمېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

د هلمند د پولیسو مشر اقا نور کنتوز وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې، ځانمرګی برید کوونکی د غونډې ځای ته په ننوتلو توانېدلی او هلته یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي، چې اوه کسان پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

برید د مرکز لښکرګاه دویمې حوزې اړوندې (بي ۲۱ ) سیمه کې شوی.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په برید کې یو څلور کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، له جامو ښکاري چې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

د هلمند د پولیسو مشر وايي، ځانمرګي برید کوونکي د ملي امنیت د یوه قومندان حاجي خدای داد کور کې د غونډې ځای ته ځان رسولی دی.

نوموړی وايي، له غونډې بهر یو موټر، چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي وو، ولاړ و خو نه دی چوول شوی.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر د دغه برید پړه منلې او ادعا کوي چې په برید کې ''ګڼ امنیتي کسان وژلګګ شوي.

بل خوا، د هلمند له برید څو ساعته وروسته پلازمېنه کابل کې پارلمان ته څېرمه موټربم برید شوی.