تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نیمروز بلوڅانو پېړۍ وړاندې خپلې کیسې او کلتور ساتلی
د افغانستان په سوېل لوېدیځ ولایت نیمروز کې د بلوڅ کلتور ساتنې لپاره ځايي خلک په خوارۍ دي چې ژبه او فرهنګ یې ورک نه شي، که څه هم ورځ تربلې ښارونو ته په کډه کېدو د ځینو دودونو د ورکېدو وېره شته.
زموږ همکار سید عبدالله نظامي چې د نیمروز په چخانسور کې یې څو شېبې له ځايي خلکو سره تېرې کړې وايي اوس هم د پېړۍ وړاندې ډېرې کیسې ژوندۍ پاتې دي.
د نیمروز په چخانسور د یوې لویې کېږدۍ لاندې ګڼ بلوڅان د خپلې موسیقۍ اورېدو ته راټول و.
د پاخه عمر څو مېرمنو د کېږدۍ مخې ته خپل دودیز خواړه تیارول، غړکه ښورول کېده چې شیدې مستې له کوچو جلا کړي او د جوارو ډوډۍ ته وړه مېچن کېده، مېرمن ملالۍ پر هغو بلو نغرو ګرځولم چې ډېر څه په کې له نور افغانستانه جلا پخېدل:
"وري په تناره روغ پسه پخېږي. بورکي لکه پيرکیو ورته شی دی خورما له غنمو سره یوځای نینې کېږي ډېر بېل خواړه لري چې نور قومونه یې نه لري."
د بلوڅو مېرمنو د ژوند بوختیا د هغوی له کمیسونو مالومولی شئ چې په یوه یې څومره خواري شوي وي دوی ته کور او صحرا دواړه ور په غاړه دي ګنډل خواړه تیارول او له کوره بهر هم له خپلو نارینه و سره مرسته کوي.
دوی په دودیز ډول ډېرې راګیرې نه دي مینا ۲۰ کلنه ده ستنه او تار په لاس یې د ټوکر په مخ د غاړې ګلونه جوړول او ما وپوښتله چې د ګډ ژوند لپاره څومره د خپلې خوښې لاس اوږدولی شي:
"بلوڅ یا بل هر قوم چې وي حتماً له نجلۍ پوښتنه کیږي او نجلۍ د هو یا نه ځواب ورکوي که غلې هم شوه نو پوه شه چې کار یې جوړ دی."
په بلوڅو کې د ښکار او اس ځغلونې مینه اوس هم دومره ډېره پاتې ده چې د هر عمر نارینه یې کوي.
دلته د ژبې او ځینو نورو دودونو د ورکېدو په وېرې سره یو ځايي ځوان امید غږېده، که څه هم یوشمېر کتابونه پر بلوڅي ژبه تازه چاپ شوي راوښودل شو او د افغانستان پر ملي ټلویزیون د بلوڅي ژبې د خپرونې راته وویل شول:
"ویاړم چې د افغانستان یم دلته مو وینې توی شوي، شهیدان مو ورکړي بهر ټولو ته د فغان په نوم یادیږو. زه غواړم یا نه خو دا یو تریخ واقعیت دی لکه څنګه چې موږ ټوټه شوو، داسې مو کلتور هم ټوټه شو."
بلوڅانو په خپله غېږه کې یوه مړه دودیزه ټولنه پاللې، خو داسې ښکاري چې نوي ځوانان یې ورو ورو د ښاري ژوند په خوښولو خپل پخوا ته یوازې په مېلو او ځانګړو ورځو د څو شېبو لپاره په اوږه ورګوري.