د افغانستان علما: جګړه د اسلام او هېواد په زیان ده

د عکس سرچینه، MESHKINGHALAM
په کابل کې یو شمېر ديني عالمانو په افغانستان کې د جګړې دوام د اسلام او د دغه هېواد په زیان وباله او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې بين الافغاني روغې جوړې ته لومړيتوب ورکړي.
دوی همدا راز له امريکا او روسيې وغوښتل چې افغانستان دې د خپل منځي سيالیو لپاره د جګړې ډګر نه ګرځوي.
دغه ديني عالمان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې روسيې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له نوملړ څخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم په ایستلو کې ځنډ کېباسي او له بلې خوا يې له طالبانو سره تماسونه ډېر کړي دي.
د افغانستان د خلکو د حرکت انقلاب اسلامي په مشرۍ په دغه غونډه کې د دغه ګوند مشر عبدالحکيم منیب په افغانستان کې جګړه د اسلام او د دغه هېواد دواړو په تاوان وبلله او ويې ویل چې د سولې تر بلې هرې پروسې دې په افغانستان کې دننه روغې جوړې ته لومړيتوب ورکړل شي:
ښاغلي منيب همدا راز له روسيې او امریکا هم وغوښتل چې نور دې د خپل منځي مخالفتونو او سیاليو لپاره افغانستان د جګړې پر ډګر نه بدلوي.
په دې غونډه کې یوه بل دیني عالم سميع الله ریحان وویل، چې اوسنۍ جګړه نه د اسلام او نه هم د افغانستان په ګټه ده:
دغو دیني عالمانو په افغانستان کې په جګړه کې پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې د دولت او د مخالفو وسله والو ډلو تر منځ د روغې جوړې لپاره منځګړيتوب ته چمتو دي او له افغان حکومته يې غوښتل چې په قدرت او سیاسي پرېکړو کې دې ديني عالمانو ته ونډه ورکړي.
دغه ديني عالمان په داسې مهال په کابل کې سره راټوليږي چې افغان حکومت د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیک کړی او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې د بنديزونو له نوملړ څخه د ښاغلي حکمتیار نوم وایستل شي، خو روسيې بیا د هغه د نوم په ایستلو کې د ډېر وخت غوښتنه کړې چې له دې کبله داسې اندېښنې راپورته شوي چې کېدای شي روسيه د دې کار مخالفه وي.








