'۲۰۱۶ کال افغانستان کې د خبریالانو لپاره خونړی و'

افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) ویلي؛ ۲۰۱۶ کال افغانستان کې د خبریالانو لپاره خونړی و.
د نی دفتر رییس مجیب خلوتګر نن (پنجشنبه، جدی/مرغومي ۹مه) په یوه خبري ناسته کې وویل؛ دوی په ۲۰۱۶ کال کې په مجموعي ډول د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۴۱۵ پېښې ثبت کړي دي.
د هغه په وینا، په دې تاوتریخوالو کې ۱۴ خبریالان وژل شوي، درې نیول شوي، ۲۳ ټپیان دي، ۴۳ ډبول شوي او ۳۳۸ نورو ته ګواښ شوی دی.
ښاغلی خلوتګر وایي؛ د تېر کال په پرتله د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی څه پاسه پنځه برابره شوی دی.
د نی ادارې رییس په وینا، په ځانګړې توګه په کندوز، هلمند، زابل، ارزګان او فراه ولایتونو کې د ناامنیو پراختیا ددغو تاوتریخوالو ډېرېدو لامل دی.
نوموړی وایي؛ په ۲۰۱۶ کال کې د ۳۲۶ مورده تاوتریخوالی عامل طالبان او د ۶۴ دولتي بنسټونه او د ۲۶ نورو ناپېژانه کسان دي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره زیاتوي؛ ډېر ژر به د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ثبتې شوې قضیې د څېړلو لپاره د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.
د تاوتریخوالي ډېرېدل لامل شوي چې ځینې خبریالان له هېواد وتښتي. نی وایي؛ په تېرو ۱۸ میاشتو کې نژدې ۵۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستان نه وتلي او کډوال شوي دي.
ښاغلی خلوتګر وایي؛ که څه هم دغه کال د تاوتریخوالي له پلوه د بیان ازادۍ لپاره ډېر بد و، خو د خبریالانو د خوندیتوب مقررې طرحې، په ټول افغانستان کې خوندیتوب کمېټې جوړېدو او د دولت او رسنیو ګډې کمېټې رامنځته کېدو له امله یو هیله بخښونکی کال و.

د ښځو خبریالانو پروړاندې تاوتریخو
ښاغلی خلوتګر وایي؛ نی په دې وروستیو کې د ښځینه خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ارزونه کړې ده.
په دې ارزونه کې له ۲۸۰ خبریالانو سره خبرې شوې دي. له ۸۲ سلنه ډېرو یې ویلي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي.
دغو ښځینه خبریالانو ویلي؛ له دوی سره له ۱۰ سلنې ډېر تاوتریخوالی په رسنیزه اداره کې دننه او له ۸۹ سلنې ډېر له ادارې بهیر شوی دی.
ددغو تاوتریخوالو له اووه سلنې ډېر فزیکي، له ۵۵ سلنې ډېر ژبني او له ۲۶ سلنې ډېر جنسیتي دي او ۱۱ سلنه نور یې د تاوتریخوالو نور ډولونه دي چې ښځينه خبریالانې ورسره مخ شوي.
۴۳ سلنه مرکه کوونکو ویلي؛ دا تاوتریخوالی یې له مسلک سره اړوند و.
له ټولو خبریالانو چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي ۴۳ سلنه یې ویلي چې کورنۍ یې له قضیې خبر دي، خو پاتې له کاره د پاتې کېدو له وېرې خپلې کورنۍ نه دي خبرې کړي.الی








