۱۰۰ ښځې: غر هم د اوسېدو نه دی ښار هم دغسې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, زمزمه نیازی
- دنده, بیبیسی
زما خپله کیسه ښايي سمه و نه شم کولای چې د یوې ټولنې د یوې وګړې په توګه زما لپاره څه ته اړتیا ده او نورو ته څه ورکولی شم.
زه خبریاله یم او ډېرو ته به داسې زمرۍ ښکارم چې ګنې هیڅ د ډار تعویز پر غاړه نه لرم، خو که مې رښتیا پوښتۍ داسې نه ده.
ان د خپل دفتر په کوڅه کې په یوازې سر ډاډمن ګامونه نه شم اخیستی. د جګړې او نا امنۍ خبره هم نه ده چې ګولۍ دې اوریږي او زه دې په خپل سر ډاریږم، دلته مې د خپلې ټولنې هغه بدمرغه ویره په ذهن خوره وي چې زما ګڼې همزولې ترې ښه ساعت نه لري او که له جوماته راراونه وي او په لاس کې یې سیپاره وي هم انګیري چې د لارو او کوڅو ناست خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري او دې ته هم ځان په سپینه ورځ له ټولو ثوابونو سره ګنهګاره ښکاري.
زه د کابل ښار په خیرخانه کې د ښونځي وروستي ټولګي کې وم او ورسره د کانکور ازموینې لپاره تیارۍ کورس ته هم تللم.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خپلې مشرې خور لاس به مې په ټوله لار نیولی و، خو همداسې چې زه ښونځي ته تللم زما په څېر کتاب په لاس هلک هم ورځ، ورځې راپسې و.
زما د لارې وروستی منزل درس و، خو د هغه هلک د مزل لاره یوه نه وه، کتاب یې یوازې د خپل ښه انسانیت تمثیل و او زما ځورونه یې اصلي هدف.
تر ما کشر ورور مې یوه ورځ زما د لارې ملګری و دا ورځ همدغسې بدمرغه وه چې زموږ پلونه شمېرل کیده او هلک راپسې دی، ورور مې د ځان لپاره ښه نه وه ګڼلې چې یو څوک یې د خور پلونه وڅاري، د هلک ګریوان یې نیولی او یو پربل یې سرې وینې ماتې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
هره ورځ به ټولګي کې د درس ویلو غم راسره هومره نه و لکه د لارې د تللو او راتلو. دغه ډول ذهني ځورونو زما ډېرې همزولې دې ته اړ کړې چې زدکړو ته شا او د کاله میرمنې شي.
دا مې د خپل ژوند داستان نه دی زما د ټولنې د ګڼو بیلګو یوه یې ده او دا د دې دودیزې ټولنې کومه پخوانۍ بدي نه ده د جګړو د کلونو همزولې کیسه ده، چې زموږ هر بنسټ یي یا ونړاوه اویا یې لږ ترلږه له خپله ځایه بې ځایه کړ.
زموږ په کلیوالو سیمو کې دود دا و چې که د پټي پر پوله به یوه میرمنه روانه وه نارینه پر دغه پوله د تګ زړه نه ښه کاوه او هڅه به یې کوله چې لاره دې بدله کړي.
د کلي د ګودر او داوبو وړلو په ځای کې چې به نجونې یو ځای وې هیڅکله د نارینه د لیدل کیدو شونتیا نه وه او د هغو لپاره پیغور و چې څوک به په دغسې ځایونو کې ولیدل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې سپیڅلتیا دومره ازادي مېرمنو ته ورکړې وه چې یوه ځوانه مېرمن بې له دې چې څادري (بورقه ) په سر کړي د کروندو کار او نورو اړتیاو لپاره له کوره وتله.
داسې هم کیده چې د لمانځه وخت به و میرمنې به د لارې پر سر په تیږه خدای ته ودریدې او دا یې نه ګڼله چې د څښتن کوم داسې مخلوق هم شته چې د دوئ په چال چلند دې بدې سترګې ونیسي، خو اوس د کلي کیسه هم بدله شوې، ما د خپل ټاټوبي یوه ځای کې لیدل کتار نجونې ښونځي ته روانې وې، ډله ځوانانو داسې څه هغوې ته ویل چې زما په ټولنه کې شرم دی.
هغو نجونو په پولو او پټیو کې لارې بدلې را بدلې کړې تا به ویل چې لار ورکې شوې او منزل ترې هیر دی .
ښاري فرهنګ مو همدومره د پت او درناوي په جامو کې و، هیڅکله د ښار په لوړ پوړو ودانیو کې اوسېدونکو خلکو د ټیټ پوړو غولي ته نه ورکتل او نه هم داسې نا انډولي وه چې کور دې په داسې ډول جوړ شي چې دبي وسو جونګړه دې ترې بې پردې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګاونډیو حقونه پیژندل کیده پیغلو او زلمو خپلې لارې مالومولې او دا یې بنسټ و چې د ښار ژوند پر چوکاټونو او د یو بل پر معلومو پولو ولاړ دی.
هیچا د چا په کار کې لاس وهنه نه کوله او نه خو چا په لوی واټ د موټر په زوره هارن غږاوه، چې څوک دې ترې بد یوسي د هغو زلمو کیسه خو له یوې مخې نه وه چې د چا خور مور ته دې په بده وګوري.
دې حالت دومره بې باوري راوستې چې له خپل پلار سره هم پیغله لور په لاره نه شي تللی.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې ملګرې مې کیسه کوله چې یو همکار مې ودرولم په سپینو سترګو یې راته وویل ګلې پلار دې له نجونو سره ناسمې اړیکې لري په یوه ځای کې مې دهغې نجلۍ سره ولیده ماته د پلار په تړاو خبره هومره هیښونکې نه وه خودا راته نوې وه چې یو پردی څوک دې یو نجلۍ ته په جرات ووايي چې پلاردې بد انسان دی.
ملګرې مې وايي ما ځواب ورکړ هلته زه هم پلار بللې وم چې نورې همکارانې یې وې دا د نه باور انتها بللی شو.
چې نه د کلي کلتور پاتې شو او نه د ښار فرهنګ او د جګړې ناتار هرڅه تار په تار کړه، حتمي ده چې په داسې ټولنه کې زما لپاره که د زمرۍ زړه هم ولرم د ډار جامې به ورسره په تن ګرځوم.
د خواشينۍ خبره دا ده چې نارينه له دې بې خبره دي چې دغه کار پر ښځو نورې څه ناوړه اغېزې لرلی شي او دې خبرې ته یې هیڅ پام نه دی چې دا کړنې سبا د دوی خور او لور ځورولی او په کور کېنولی شي.
.








