"فساد یوازې افغاني ستونزه نه ده، ځینې امریکایان هم په کې ښکېل دي"

د ویډیو تشریح، د 'سیګار' له مفتش جان ساپکو سره بشپړه مرکه د دوشنبې پر ورځ د بي بي سي له پښتو تلویزیون او راډیو خپرېږي.
    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي

له بي بي سي سره مرکه کې د افغانستان بيارغونې لپاره د ځانګړې څارونکې ادارې 'سیګار' مشر جان ساپکو وویل فساد يوازې افغاني ستونزه نه ده. په دې کې ځینې داسې کسان هم شته چې د امريکا دولت ته کار کوي. نوموړی وايي تر سلو ډېر امریکایان مو په افغانستان کې د فساد په تور محاکمه کړي دي.

د دې تر څنګ نوموړي وویل افغانستان کې د وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې یو بل سره تړلي دي، او که غواړئ طالبانو یا داعش پرضد وجنګېږئ نو باید اداري فساد پرضد هم مبارزه وکړئ. دا دوه هڅې له یوه بله نه شي جلا کېدی.

افغانستان د اداري فساد د سر پنځو هېوادونو کې دی خو سیګار وايي چې افغان مشرتابه کې د فساد ضد اراده لیدل کېږي.

فساد
د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غني پر کال ۲۰۱۵ په لندن کې د فساد ضد نړیواله غونډه کې د کلکې مبارزې هوډ څرګند کړ.

د دې ادارې مشر جان ساپکو وويل اداري فساد د طالبانو او نورو وسله والو پرضد جګړې باندې اغېز لري.

د سیګار اداره په ۲۰۱۲ کال کې ر امنځ ته شوې ده، چې نه یوازې له سلو زیات امریکایان يې افغانستان کې د اداري فساد د تورونو له امله محکمې ته معرفي کړي دي، چې ډېر یې په بند محکوم شوي او امریکا کې د بند دوره تېروي، بلکې نژدې دوه میلیارده ډالر هم چې په اداري فساد کې ضایع شوې وې، هغه یې بېرته ترلاسه کړي دي.

ده وویل افغانستان او بهر کې هغه کسان چې افغانستان کې یې اداري فساد کړی تعقیبوي.

فساد
د عکس تشریح، د برتانیا پخواني لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون لندن کې د فساد ضد نړیوال کنفرانس له ترسره کېدو وړاندې، د برتانیا له ملکې سره د لیدنې پر مهال افغانستان او نایجیریا "فاسد" هیوادونه وبلل.

ښاغلي ساپکو وویل چې نه یوازې د افغانستان دننه بلکې بهر کې یې هم لسګونه میلیونه ډالر چې افغانستان کې له پروژو غلا شوې وې بېرته ترلاسه کړي دي.

ښاغلی ساپکو زیاتوي "موږ ټول وخت هغوی تعقیبوو. په یوې قضېې کې موږ ۷۰ میلیونه چې په افغانستان کې له امریکايي قراردادونو غلا شوې وې له امریکا او اروپا ترلاسه کړي دي. "

ده د هغو افغانانو ستاینه وکړه چې د بیا رغونې په برخه کې د فساد د مخنیوي په لړ کې همکاري کوي او له نورو افغانانو يې هم وغوښتل چې خپله همکاري ورسره پراخه کړي.

د سیګار مفتش دې نیوکې ته په ځواب کې چې اداري فساد پرضد مبارزه ډېره پڅه روانه ده وویل "د اداري فساد پرضد مبارزه چټکه نه ده چې ژر بشپړه شي، دا ډېر وخت ته اړتیا لري. موږ پخپله په امریکا کې اداری فساد پرضد اوږده مبارزه کړې، دې ډېر وخت نیولی دی. "

ساپکو
د عکس تشریح، ښاغلي ساپکو له افغانانو وغوښتل چې خپله همکاري ورسره پراخه کړي.

ښاغلي ساپکو وویل دا مبارزه يوازې هغه مهال بریالۍ کېدي شي چې پرضد يې اراده او عزم وي.

دی زیاتوي افغان مشرتابه کې دا عزم شته، او تمه لري چې اړونده چارواکي په دې لړ کې وړاندې تر دې چې د مرستو په برخه کې، د ده په وینا د نړیوالو صبر او زغم تمام شي باید چټکۍ سره ګامونه پورته شي.

افغانستان ته له ۲۰۰۲ کاله راپدېخوا ۱۱۵ میلیارده ډالر بیل کړی شوي چې د روان کال د سپتمبر تر میاشتې ۱۰۸ میلیارده لګول شوي دي.