تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زرداد فریادي برتانیا کې له زندانه خوشې او کابل ته ستون شو
زرداد فریادي چې د حزب اسلامي یو له پېژندل شوو قومندانانو و او برتانیا کې په شلو کلونو بند محکوم شوی وو، نن کابل ته ستون شو.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمېر پلویان نن سهار وختي د کابل هوايي ډګر کې د ښاغلي فریادي او حکمتیار عکسونه پر لاس ښه راغلاست ته ولاړ ول.
خو د کلکو امنیتي چمتووالو او هوايي ډګر کې د حزب اسلامي د پلویان له تمې سره سره، ښاغلی زرداد له هوايي ډګره له یوې نامالومې لارې واېستل شو چې پلویانو يې او خبریالانو دی ونه لیدلی شوای.
د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، ښاغلی زرداد د افغانستان وګړی دی او د محکومیت د دورې له بشپړولو بېرته خپل هېواد ته راستون شوی.
ښاغلی فریادي داسې مهال هېواد ته ستنېږي چې وروستیو کې د افغان دولت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.
د حکمتیار حزب اسلامي د طالبانو، حقاني شبکې او اسلامي دولت نومې ډلې ترڅنګ د دولت د څلورو مخالفو ډلو یوه وه.
برتانیا کې د زرداد محاکمه
زرداد فریادي د ۲۰۰۵ زېږدیز کال جون میاشت کې، د لندن یوې محکمې کې د شکنجې، وژنې او انسان تښتونې د تورونو له څېړنې مجرم وپېژندل شو او په ۲۰ کال حبس محکوم شو.
ښاغلي فریادي د محکمې پر مهال ۴۲ کلن و او په دې تورن و چې د نوییمې لسیزې پیل کې د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال یې خلک ربړولي او یرغمل نیولي.
د ده محکمه لندن او کابل کې له یو شمېر پراخو څېړنو وروسته ترسره شوه.
ویل کېږي له ده سرټکوونکو، کابل کې د برتانیا د سفارت له لارې داسې ویډیوګانې محکمې ته واستولې چې د ده د "جنایتونو شاهدي " ورکوي.
زرداد فریادي د ۹۲ او ۹۶ زېږدیزو کلونو تر منځ، د کابل جلال آباد د لویې لارې پر ځینو برخو واکمن ؤ.
د برتانیا د دولت حقوقي مشاور ښاغلی فریادي په دې تورن کړی و چې د خپلو سرتېرو په ملګرتیا یې د کابل تورخم پر لویې لارې، جوړو شوو پوستو کې بېګناه ولسي وګړي ځورولي، یرغمل نیولي او غلاوې یې ترې کړي.