بدخشان کې نیول شوې باښه بېرته ازاد طبیعت ته ستنېږي

باښه
د عکس تشریح، دغه باښه دمګړۍ د بدخشان چاپېریال ساتنې په اداره کې ساتل کېږي او د جسمي کمزورۍ لامل یې لا نه دی څرګند.

د افغانستان شمال ختیځ بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، هغه باښه چې د عامو منګولو ته لوېدلې وه، بېرته به ازاد طبیعت ته وروګرځوله شي.

سیمه ییزو چارواکو پریکړه کړې چې دغه ځانګړې باښه ژر تر ژره اشکاشم ولسوالۍ کې خپل ځای کې خوشې شي.

چارواکو د باښې خوشي کولو دا کړنه وستایله.

دغه قهوه يي رنګه باښه څو ورځې مخکې د اشکاشم یوه اوسېدونکي ته په لاس ورغله او وروسته بیا د فیض اباد ښار چارواکو ته وسپارل شوه. د بدخشان د چاپېریال ساتنې مشر علام نبي سرفراز وايي، دغه کس د ښکار هوډ نه درلود خو کله یې چې دغه باښه کمزورې ولیدله نو هغه یې ونیوه.

دغه باښه دمګړۍ د بدخشان چاپېریال ساتنې په اداره کې ساتل کېږي او د جسمي کمزورۍ لامل یې لا نه دی څرګند.

اړونده چارواکي وايي، یاد مرغه لا هم کمزوری دی خو کله چې ښه شي، هغه به د اشکاشم ولسوالۍ کې خوشی کړي.

باښه
د عکس تشریح، چارواکو د باښې خوشي کولو دا کړنه وستایله.
باښه
د عکس تشریح، د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان د کمیابو مرغانو، ځانګړو حیواناتو لکه د واورو پلنګ، مارکوپولو هوسۍ، دښتي پیشو او دې ته ورته د نورو ځانګړو حیواناتو ملي پارک یا تم ځای ګڼل کېږي.

سیمه ییزو چارواکو د ولسي وګړو دغه ګام وستايه او هغه یې د خلکو د پوهې کچې لوړېدل وګڼل.

په بدخشان کې د چاپېریال ساتنې چاروکو ویلي، په وروستیو کې د ښکار منع اعلانول او د ولسي خلکو مرسته د دې لامل شوي چې د کمیابو ژوو او مرغانو شمېر زیات شي.

د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان د کمیابو مرغانو، ځانګړو حیواناتو لکه د واورو پلنګ، مارکوپولو هوسۍ، دښتي پیشو او دې ته ورته د نورو ځانګړو حیواناتو ملي پارک یا تم ځای ګڼل کېږي.