د افغانستان دولتي ادارو ترمنځ "ښځو سره د زورزیاتي ختمولو کمپاین" هوکړه لیک لاسلیک شو

نن پنجشنبه (قوس/لیدۍ ۴مه) د افغانستان د دولتي ادارو ترمنځ د "ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي لمنځه وړلو کمپاین" هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په دغه غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل؛ ددې هوکړه لیک هدف د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی کمول او ددې ستونزې لمنځه وړلو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ لارو چارو لټه ده.

دغه هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ، روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او محلي ارګانونو ترمنځ لاسلیک شو.

ښاغلي حمیدي وویل؛ افغانستان کې ثبت شوې شمېرې ښيي چې ښځو سره تاوتریخوالی یوه ملي ستونزه ده.

هغه زیاته کړه؛ ددې ستونزې د لمنځه وړلو لپاره د دولت لخوا جدي هوډ او د نړیوالې ټولنې لخوا لازمې همکارۍ ته اړتیا ده.

خو د افغانستان لوی څارنوال ټینګار وکړ چې ښځو سره تاوتریخوالي کوونکو سره یوازې جزایي او قضایي اجراات نشي کولی د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزناک ثابت شي او باید قضایي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز تدابیر په پام کې ونیول شي.

د هغه په وینا، کومې هوکړې چې نن د دولتي ادارو ترمنځ لاسلیک شوې، دغه هدف ته رسېدو ته لاره هواروي.

نوې رسمي شمېرې له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرېدو ښکارندوی دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي؛ د روان کال په اتو لومړیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۴۰۰۰ پېښې ثبتې شوې دي.

وهل ډبول، اجباري ودونه، وژنې، په بدو کې د نجونو ودول، او د زورزیاتي له امله له کوره تېښته افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالو له ډلې دي.

تېره ورځ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي لمنځه وړلو ورځ ولمانځل شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې په مراسمو کې وویل؛ د امن خونې به تردې وروسته د دولت له مالي ملاتړ څخه برخمنې شي او په مجازاتي نظام کې به هم ښځو ته تخفیف په پام کې ونیول شي.