د افغانستان شمال بلخ کې یوه سړي د خپلې کورنۍ څلور ښځې وژلي دي

د افغانستان په شمال کې د بلخ پولیسو ویلي؛ یوه ځوان سړي د خپلې کورنۍ څلور ښځینه غړي په ډزو وژلي دي.

د بلخ د پولیسو یوه چارواکي عبدالرزاق قادري د دوشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۷مه) بي بي سي ته وویل؛ دغه سړي د بلخ ولسوالۍ په پلاسپوش کلي کې د کلاشنیکوف په ډزو دغه کسان وژلي دي.

هغه زیاته کړه؛ په دغه پېښه کې یو سړی او یوه بله ښځه ټپیان شوي او وژونکې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

ښاغلي قادري زیاته کړه؛ تراوسه ددغه سړي لخوا د خپلې کورنۍ د ښځینه غړو د وژنې انګېزه څرګنده نه ده، خو پولیس د پېښې په اړه پر څېړنو بوخت دي.

د افغانستان په سنتي ټولنه کې ښځې د کورنۍ تاوتریخوالي له اصلي قربانیانو دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون چې په دغه هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ثبتوي، تقریبا هر کال ددغه ډول تاوتریخوالو د ډېرېدو راپور ورکوي.

دغه کمیسیون تېر کال له ښځو سره په ۳۲ ولایتونو کې د تاوتریخوالي د ۵۰۵ پېښو رامنځته کېدو خبر ورکړی و چې ۲۳۲ پېښې یې په بلخ کې وې.

سره له دې چې افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون شته، خو لا هم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده.