ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسونونو کمېشنران اعلان کړل

د افغانستان ولسمشر له سیاسي مشرانو او مدني بنسټونو سره له لسو ورځو سلا مشورو وروسته د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ټاکنو کمېسون ۷ او د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسون ته ۵ کمېشنران اعلان کړل.

د تېرې پنجشبې په ورځ د غوراوي کمېټې ۲۱ کسان د ټاکنو خپلواک کمېسون او ‍۱۵ نور د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسون لپاره غوره کړي و، ولسمشر اشرف غني ته ور وپېژندل.

ولسمشر غني دا هم وویل، چې د مدني ټولنو او مختلفو اړخو سره په دې برخه کې خبرې شوې د هغوی ګټورې نظریې یې په پام کې نیولې:" د کمېشنرانو په غوره کولو کې یې پر وړتیا، بې پرېتوب سربېره په دې برخه کې یې ژبني، قومي سمتي او نور اړخونه په پآم کې نیولي دي".

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د دغو کمیسیونونو د غړو نومونه په لاندې توګه خپاره کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړي

د ټاکنیزو کمیسیونونو د لوړې مراسمو ته، چې په ارګ کې ترسره شول، ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د پارلمان ځینې غړي او سیاسي مشران هم ورغلي وو.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د قانون پربنسټ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د وروستي نوملړ معرفي کول د ولسمشر واک دی، خو له اجرائیه مشر، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او د افغانستان د اساسي قانون د څار خپلواک کمیسیون په سلامشورې یې دا کار کړی دی.

ښاغلي غني وویل، د ټاکنیز کمیسیونونو له ټولو نویو غړو سره د اجرائیه مشر په حضور کې مرکې شوې دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو اصلي دنده په ټاکنیز سیستم کې د خلکو د باور ډېرول او کمیسیونونو کې د رڼښت رامنځ ته کول دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په غونډه کې پر نویو ګمارل شویو کمیشنرانو غږ وکړ، چې بهرنیو لاسوهنو ته وخت ور نه کړي او د قانون په رڼا کې په خپلواک ډول ټاکنیزې چارې پر مخ بوځي.

ولسمشر همدا راز وویل چې د ټاکنو د نوي قانون پر بنسټ درغلي جرم دی، چې پر اړه یې عدلي او قضايي بنسټونو ته پوخ سپارښت شوی دي.

داسې برېښېده چې ښايي په دې برخه کې هم د اجرایه ریاست او ولسمشر د توپیرونو ناندرې پورته شي، خو اجرایه ریس عبدالله عبدالله وویل چې له ولسمشر غني سره د سلا مشورو په پایله کې په ګډه سره دې پایلې ته ورسېدل:

''زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې د غوراوي د کومیټې کار او د نویو کمشنرانو غوراوی، زموږ د ګډ کار او سلا مشورو یوه ښه بیلګه ده، هغسې لکه خدای تعالی چې فرمایلي په مشورې سره کارونه تر سره کړئ! زه او ولسمشر هوډ لرو چې د اساسي قانون په اډانه کې او د ملي یووالي د حکومت له ژمنو سره سم ګډ کار وکړو.''

ددغه بهیر په پیل کې ولسمشر د ټاکنیزو کمیسونونو د کمشنرانو د غوراوي کومیټه جوړه کړه، چې په څو پړاوونو کې یې د ۷۰۰ کسانو سندونه او وړتیاوې و ارزولې، چې په پای کې د ټاکنو کمیسون ته ۷ تنه او د شکایتونو اوریدو کمیوسیون ته ۵ تنه کمشنران غوره شول.

ولسمشر غني له نویو ټاکنیزو کمیشنرانو وغوښتل، چې رسنیو ته ریښتینې او شفافې شمېرې او معلومات ورکړي. ده هیله وښوده چې راتلونکې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې باید په ډېره شفافه فضا کې ترسره شي.

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم وویل، ټاکنیز سمونونه او د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځ ته کول د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له اصلي مادو څخه وو، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت مشرانو یوه ژمنه عملي شوه.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تر کړکېچ وروسته، د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح د نړیوالو یوه لویه غوښتنه هم وګرځېده، چې په څرګنده یې حکومت د پوره کولو لپاره مټې نغښتې دي.