تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شربت ګله د پاکستان جعلي پېژندپاڼې لرلو په تور نیول شوې
د پاکستان د پلټنو فدرالې ادارې (اېف آی اې) نوموتې افغان مېرمنه شربت ګله د پاکستان د جعلي پېژندپاڼې یا شناختي کارت د جوړولو په تور نیولې ده.
د فدرالې ادارې چارواکو بي بي سي ته وویل، شربت ګله نیول شوې خو د کورنۍ نور غړي یې تښتېدلي دي.
د اېف آی اې د معلوماتو له مخې، شربت ګله د افغانستان تبعه ده او هغې ځان او خپلې کورنۍ ته د پاکستان جعلي پېژندپاڼه جوړه کړې وه.
سرچینو ویلي؛ د هغې په تړاو په ۲۰۱۴ کال کې څېړنې پیل شوې وې او د اسنادو ترلاسه کېدو وروسته یې پروړاندې ګام پورته شو. هغه د پاکستان د جزا قانون د ۴۱۰ او ۴۲۰ مادو له مخې تور پورې دی. دا مادې د جعلکاریو په تړاو دي.
شربت بي بي په ۱۹۸۴ کال کې افغانستان کې د جګړې پرمهال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوه او د پېښور په ناصرباغ کمپ کې اوسېده.
نوموړې هغه مهال مشهوره شوه چې نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور خپلې مجلې کې خپور کړ. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه.
د انځور تر خپرېدو وروسته تر ۲۰۰۲ کال پورې د شربت ګلې ځای ځایګی څرګند نه و، خو وروسته همغه عکاس چې په ۱۹۸۵ کال کې یې انځور اخستی و، د هغې پلټنه پیل کړه.
نشنل جیوګرافیک چینل په ۲۰۰۲ کال کې د هغې د شنو سترګو له امله یو مستند فلم جوړ کړ چې ورپسې بیا دغه افغان مېرمنه د افغانستان د جګړې "مونالیزا" په نوم مشهوره شوه.