تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حکومت له حزب اسلامي سره د اوربند او د دوی د خونديتوب فرمان صادر کړ
له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې ګوند په اړه افغان حکومت فرمان صادروي.
په دې فرمان کې له افغان هوايي او ځمکني ځواکونو غوښتل شوي، د حزب اسلامي پر مرکزونو جګړه ییز او چاڼیز عملیات او بریدونه بند کړي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې ګوند په اړه افغان حکومت فرمان صادروي.
د اوربند فرمان په ترڅ کې له افغان هوايي او ځمکني ځواکونو غوښتل شوي چې، د حزب اسلامي پر مرکزونو جګړه ییز او چاڼیز عملیات او بریدونه بند کړي.
فرمان کې ویل شوي، چې تر هغه چې د اسلامي ګوند وسله وال غړي له دولت سره ثبتېږي، که چېرې دوی د وسله والو مخالفانو یا نړیوالو ترهګرو تر برید لاندې راځي، افغان ځواکونه یې د فرمان له مخې مرستې او ملاتړ ته اړ دي.
له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د غړو د مدغمېدو په اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل:
''د سولې د هوکړې د پلي کولو په تړاو فرمان کې راغلي چې حزب اسلامي حزب خپل ټول جوړښتونه او نظامي خوځښتونه په ټپه ودروي. همدارنګه د فرمان پر بنسټ دغه ګوند اړ دی، ټول هغه کسان چې له دوی سره بندي دي خوشې یا افغان حکومت ته وسپاري. ''
له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې پلی کولو د یوه بل ۲۴ ماده ییز فرمان له مخې ملي امنیت شوار باید پر حزب اسلامي د بندیزونو له منځه وړلو په تړاو لاس په کار شي.
همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو عمومي ریاست باید، د ښاغلي حکمتیار د اوسېدو د ځای او امنیت په اړه اړینې چارې ترسره کړي.
دغه فرمان د یادې هوکړې د پلې کولو لپاره د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک په مشرۍ د یوولس کسیز کمیسیون د جوړیدو حکم کوي.