تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پلازمېنه کابل کې په نوي رنګ د ټکسیانو رنګولو لړۍ پیل شوې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرافیکو ریاست وايي په نوي رنګ د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ یې نن سې شنبه په پلازمېنه کابل پیل کړې.
د نویو ټکسیانو رنګ به روښانه فیروزه یي وي.
د طالب چارواکو په وینا دا مهال په کابل، ننګرهار او کندهار کې د ټکسيانو د رنګولو لپاره ځایونه ځانګړي شوي دي.
د دوی په وینا، په ټکسي موټرو کې به د امنیتي خوندیتوب لپاره جي پي اېس سیسټم هم فعالوي. دوی دغه راز وايي غواړي په نوي رنګ د ټکسیانو په رنګولو د "ښاري بې نظمیو" مخه هم ونیسي.
په افغانستان په ځانګړې توګه کابل ښار کې له لسګونو کلونو راهیسې د ټکسي موټرو ژېړ رنګ و او دا نښه ډېره پېژندل شوې هم ده. خو د طالبانو حکومت د ټرافیکو چارواکو وړاندې تر دې ویلي و، د ټکسي موټر ژېړ رنګ د ټرافیکو په نړیوال کنوانسیون کې ثبت نه دی، ځکه دوی وغوښتل هغه رنګ وکاروي چې په یاد کنوانیسون کې ثبت شوی وي.
د ترافیکو مشر حسیب الله مختار په وینا، "د افغانستان په لویو او کوچنیو ښارونو او لویو لارو کې د ترانسپورټ په برخه کې غیرقانونمندي موجوده وه او په شخصي توګه به د لېږد رالېږد پروسه مخ ته وړل کېده، نو ځکه دا موضوع مهمه وه."
ښاغلی مختار وايي د ټکسیانو رنګ به په "نړیوال معیاري وي، د رنګ ضمانت درې کاله دی او د بازار پرتله به یې بیه هم ټیټه وي. له قراردادي شرکت سره د هر ټکسي موټر د رنګولو لګښت ۹۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوی دی."
دغه ټکسي موټرونه په دوه برخو ښاري او اطرافي وېشل شوي دي، چې د چارواکو په وینا هره میاشت به له دوو تر دوه نیمو زرو ټکسي موټر په نوي رنګ، رنګ شي. د ښاري ټکسيانو د رنګ اړولو پرېکړه څو میاشتې وړاندې شوې وه چې ځینې ټکسي چلوونکي پرې ځکه ناخوښه وو چې ویل یې ژېړ رنګ ډېر پخوانی دی او باید "همداسې پاتې شوای وای."
په افغانستان کې د ټکسي موټرو کره شمېره نه دی معلومه، خو په وروستیو کلونو کې ځینو شخصي شرکتونو په ښارونو کې د ټکسي موټرو په وسیله د سپرلیو د لېږدولو چارې پیل کړي چې هر څوک یې د کرایې د پرې کولو وس نه لري، ځکه نو ډېري خلک په ښاري بسونو، ریکشاوو نورو هغو موټرو کې سفر کوي چې کرایه یې کمه وي.