د اسرائیلو پوځ:‌ خان یونس مو کلابند کړی

اسرائیل وايي، د غزې په شمال کې يې د جبالیا په نامه د کډوالو کمپ ته ننوتلي دي. دا په غزه کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی.

د اسرائيلو پوځ وايي، د هغو پوستو کنټرول یې ترلاسه کړی چې حماس ترې بريدونه کول. دوی وايي د حماس د قوماندې او کنټرول مرکز يې نيولی، د څارنې الات وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۸۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

دری ورځې وړاندې په غزه کې د اسرائيلو او حماس تر منځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته روغتيايي چارواکو د وژل شويو کسانو شمېر ۱۵۲۰۰ تنه ښودلی و.

اسرائيلو د اکټوبر پر اوومه د حماس پر ضد خپل عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس وسله والو اسرائيلو کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل او ۲۴۰ تنه نور يې يرغمل کړل.

ملګري ملتونه: د غزې په جنوبي برخه کې "تر دوزخ بدتره سناریو" په مخکې ده

ملګرو ملتونو د غزې په سویل کې د تر "دوزخ بدتره سناریو" خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اسرائیلو غوښتي د غزې په سوېل کې خپل ځمکني بریدونه ودروي.

د ملګرو ملتونو ډېری لوړ پوړو چارواکو هم د بشپړ بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي لین هستینګز ویلي د جمعې په ورځ د اوربند له پای ته رسېدو سره اسرائیلو په لسګونو زره کسان سویلي سیمو ته کډه کړي دي، چېرې چې "په زیاتېدونکې توګه خلک سره راټول" شوي او "خلک د خوړو، اوبو او سرپناه په لټه کې دي او د دوی امنیت لپاره هیلې هم نشته."

هغه زیاته کړې: "په غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی او د تګ لپاره هېڅ ځای نشته." "د یوې بلې سختې دوزخي سناریو امکانات په راڅرګندېدو دي، هغه سناریو چې بشردوستانه هڅې به هېڅ پکې و نه شي کولای."

لین هستینګز وايي د غزې ډېر خلک له تېرو اتو اونیو راهیسې د جګړې له امله له شمال څخه سوېل ته کډه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د غزې له ۲،۳ میلیونه وګړو څخه شاوخوا ۸۰ سلنه یې بې ځایه شوي دي.

په غزه کې د سه شنبې سهار په داسې حال کې پیل شو، چې زرګونو کسانو د سویلي ښار خان یونس څخه د وتلو هڅې پیل کړې دي. په ورته وخت کې، د خان یونس په لور د اسرائیلو زغره والو موټرو او ټانکونو د کتارونو انځورونه خپاره شوي دي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تل ابیب کې ټینګار وکړ چې اسرائیل باید په سوېل کې هغه څه تکرار نه کړي چې د غزې په شمال کې پېښېږي.

بل پلو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د مرګ ژوبلې په اړه په یوه نوي راپور کې ویلي، تېره یوه میاشت د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغې ډلې له ۱۹۹۲ کال راهیسې خپلې شمېرې ثبت کړې دي.

د دغو شمېرو له مخې تر اوسه د ۶۳ خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو وژل کېدل تایید شوي دي.

په وژل شویو خبریالانو کې ۵۶ فلسطینیان، ۴ اسرائیلیان او ۳ لبنانیان شامل دي.

د رپوټونو له مخې ۱۱ تنه خبریالان ټپیان شوي هم دي. درې تنه ورک دي او ۱۹ تنه خبریالان نیول شوي دي.