پولیسو فرانسه کې د فلسطینیانو په ملاتړ یو ځای شوي مظاهره کوونکي تیت او پرک کړل

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ایدوفوک او لاورنس پېټر
- دنده, بي بي سي
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې پولیسو پر هغو مظاهره کوونکو اوبه شېندلې او اوښکې بهوونکی ګاز یې کارولی، چې د فلسطین ملاتړ لپاره یو ځای شوي وو.
د یادونې ده، چې فرانسه کې چارواکو پر دې ډول مظاهرو بندیز لګولی دی.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګیراد درمانین وايي، هغه کسان به ونیول شي، چې د دې مظاهرو دفاع کوي، ځکه په وینا یې دې سره د امنیت ګډوډېدو خطر شته.
بل لور له بندیزونو سره سره د پاریس په ګډون د فرانسې په لیلي، بوردیایوکس او ځینو نورو ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له خلکو غوښتي چې په هېواد کې دننه د تفرقې له رامنځته کولو ډډه وکړي. نوموړی وايي: ''د یووالي ډال به مو له افراط او تفریطه وژغوري.''
د فلسطینیانو ملاتړ لپاره پر ترسره کېدونکو مظاهرو د اروپايي حکومتونو له هغه تفکر وروسته بندیز ولګېد چې وايي، ښايي له یهودانو کرکه به ورسره زیاته شي.
پولیسو د پاریس په پلس دې ریپبلک سیمه کې لس کسان ونیول او د نژدې درې زره هغو مظاهره کوونکو د خپرولو لباره یې اوبه وشیندلې، چې شعارونه یې ورکول، ''اسرائیل قاتلان دي'' او ''فلسطین به بریالی وي. ''
مظاهره کوونکو د فلسطین بېرغونه هم له ځان سره لېږدول. بل لور په لیلي سیمه کې هم په همدې تړاو لس کسان نیول شوي دي. د فلسطینیانو ملاتړې ډلې دا بندیز د فکر او بیان پر ازادۍ بندیز بولي.
په ورته مهال د جرمني په برلین کې هم پولیسو د یهودانو پر ضد کرکې خپرېدو او د تاوتریخوالي ستایل کېدو احتمالي خطر ته په پام سره د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره پلان شوې مظاهرې ممنوع بللې او بندیز یې پرې لګولی دی.










