تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسيايي لوبو کرېکټ پایلوبې ته ورسېد
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
افغانستان د کرېکټ اسیايي سیالیو په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
دغه لوبه کې چې په چین کې ترسره شوه افغان بالرانو د پاکستان توپوهونکي پرېنښودل چې ډېرې منډې وکړي.
افغان توپ اچوونکو د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۰ اورونو کې تر ۱۱۵ منډو پورې محدوده کړه.
افغان توپ وهونکو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې دغه هدف په ۱۸ اوورونو کې پوره کړ او پایلوبې ته تګ یې یقیني کړ.
د افغانستان له اړخه فرید احمد ملک ۳، قیس احمد ۲، ظاهر خان پکتین ۲ او کریم جنت او کپتان ګلبدین نایب یوه - یوه وېکټه ترلاسه کړه.
د توپوهونکو له ډلې بیا نور علي ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۳۹ منډې وکړې او ګلبدین نایب چې دغه لوبه یې په ۱۸ اوور کې راټوله کړه، ټولټال یې ۲۶ منډې جوړې کړې.
ښکارېده چې ویشتنځای د توپ اچوونکو په تېره د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه وو. په دغه لوبغالي کې په ترسره شویو لوبو کې ډېرې منډې نه دي شوې.
اوس به افغانستان د اسیاسي سیالیو په پایلوبه کې له هند سره لوبه کوي.
هند د دغو سیالیو یوه پیاوړې لوبډله ده او ډېری لوبغاړو یې د هند ملي ټېم او نږدې ټول یې د هند په سترو سوداګریزو سیالیو یا ای پي ایل کې لوبېدلي دي.
افغان لوبډلې کم تر کمه پایلوبې ته په تګ سره د سرو زرو یا سپینو زرو له مډالونو یو یې خپل کړی.
د پایلوبې ګټونکې لوبډله به د سرو زرو مډال ترلاسه کوي او د دغو سیالیو دویمه لوبډله به د سپنو زرو مډال ګټي.
د افغانستان او هند تر منځ پایلوبه سبا ترسره کېږي.
د یادونې ده چې په دغو سیالیو کې د افغانستان، هندوستان، شري لنکا، بنګله دېش او پاکستان الف لوبډلې ګډون لري.
افغانستان وړمه ورځ شري لنکا ته په کواټرفاینل کې ماتې ورکړې وه.
پاکستان په دغه ماتې سره د سرو او سپینو زرو مډالونو له خپلولو وروسته پاتې شو او اوس به له بنګله دېش سره د ژېړو مډال لپاره لوبه کوي.