تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عرب؛ افغانستان باید د ترهګرو ډلو پټنځای نه شي او "طالبان دې بشري حقونه په پام کې ونیسي"
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له طالبانو غوښتي, چې بشري حقونه په پام ونیسي.
فیصل بن فرحان آل سعود اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي او د ښځو کار او زدکړو ته دې اجازه ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو په ۷۸یمې عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په تړاو تر ډېره پر امنیت او د ښځو پر بشري حقونو خبرې شوي دي.
ښاغلي فرحان آل سعود ویلي: "موږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو. دغه هېواد باید د ترهګرو ډلو پټنځای و نه ګرځي. موږ د ښځو د زدکړو او کار په ګډون د افغانانو د بشري حقونو غوښتونکي یوو."
سعودي د طالبانو د لومړۍ دورې تر ټولو نږدې ملاتړی داسې مهال اندېښنه څرګندوي، چې د دغه هېواد د سیمه ییز سیال، قطر د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکي پالي.
خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وايي، د طالبانو او سعودي عرب ترمنځ پخوانۍ اړیکي نشته او ښایي خبرې یې ډېرې اغېزې ونه لري.
"زه فکر کوم چې اوس هم سعودیان د طالبانو په اړه سخت دریځ لري او د طالبانو سره د اړیکو رغول ورته سمه چاره نه ښکاري. ماته داسې نه ښکاري چې عربستان دې په اسانۍ طالبانو سره اړیکې جوړې کړي، ځکه سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې ځان ته یو قوت وايي او طالبانو پر خپل ځای ځان ته یو قوت وايي."
ورته مهال، د قطر لومړي وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني هم ویلي، کندهار ته د سفر پر مهال یې د طالبانو له مشر سره کتنه کې افغانو ښځو او نجونو ته د کار او زدکړې اجازې پر ورکړه ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې که غواړي د نړیوالې ټولنې غړی شي نو همکاري دې ورسره وکړي او ښځو ته دې د کار او زدکړو اجازه ورکړي.
نوموړی تېره مې میاشت کې کندهار ته تللی و او له سي این این تلویزیوني شبکې سره یې له مولوي هبت الله آخوندزاده سره د خپلې لیدنې جزیات شریک کړي دي.
د نوموړي په ټکو:"په کندهار کې مو له طالبانو سره سپینې خبرې وکړې او هغه دا چې که غواړئ د نړیوالې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړئ، نو اړتیا ده چې له مونږسره همکاري او ګډ کار وکړئ چې هېواد مو لکه د قطر په څېر یو عصري هېواد شي، چېرته چې ښځې ټولنه کې فعاله دي، ښې لاسته راوړنې لري. دوی مشرانې، وزیرانې او سفیرانې دي. په ټولو پوړونو کې شته. لوړو زدکړو کې یې شمېر آن له نارینه و ډېر دی."
ښاغلي عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړې، چې هوکړه وشوه افغانستان کې لږ تر لږه په ټیټه کچه پرمختګ وشي، په نا دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي چې نورو کورنیو ته مرستې ورسوي.
په دې کتنې نژدې څلور نیمې میاشتې واوښتې خو طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې د ښوونځیو د تړلو او پر ښځو د بندیزو په هکله د قناعت وړ دلیل ووايي.
په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د جنسي تبعیض یا توپیري چلند سره د مبارزې تر سرلیک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د څرنګوالي په تړاو ځانګړې ناسته کې بیا ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د خواشینۍ وړ بللی.
دې ځانګړې ناستې ته په وینا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي و، دا مهال افغان مېرمنې بیخي ګوښې شوې دي او تر ډېره دا فکر کوي، چې نړیوالې ټولنې یې په حق کې "خیانت کړی دی."
په تېرو میاشتو کې ځینو لوېدیځوالو مشرانو د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د بشریت ضد جنایت وباله، په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په ګډون په مهمو ځایونو کې په پراخه کچه بحثونه کېږي، چې د طالبانو دا ډول چلند باید جنسیتي اپارتاید وګڼل شي، چې د کارپوهانو په وینا د طالبانو حکومت راتلونکی ډېر ستونزمنولی شي.