ایا د شاه رخ "جوان" فلم به د پټان فلم ریکارډ مات کړي؟

د بالیووډ سینما وتلي ستوري شاه رخ خان نوی فلم "جوان" د سپټمبر په اوومه په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم د ټکټونو اخیستل تېره ورځ پیل شوي. تر اوسه یې دوه سوه زره ټکټونه له مخکې پلورل شوي دي.

د روان کال په لومړیو کې د شاه رخ خان د "پټان" فلم تر ریکارډ ټینګولو وروسته، ځینې خلک وايي د "جوان" فلم ته په بې صبرۍ انتظار کوي. کله چې د جولای په لومړیو کې د فلم لومړی ټریلر یا اعلان خپور شو، نو د مینه والو د لېوالتیا کچه یې نوره هم لوړه شوې ده.

په دې وروستیو کې کله چې د فلم دویم ټریلر خپور شو، دوه کارونه یې وکړل، هغه دا چې د شاه رخ خان د مینه والو او د فلم منتقدینو ټولو ستاینه یې ترلاسه کړه.

ان د شاه رخ خان ښکاره منتقد او د فلم جوړونکي ډایرېکټر وویک رنجن اګنیهوتري په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو مینه والو سره د خبرو پرمهال د فلم ستاینه وکړه او د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به دا فلم وګوري؟ هغه لیکلي و، پلان لري د فلم خپرېدو په لومړۍ ورځ به یې وګوري.

خبره دلته نه ختمیږي. د انډین اېکسپرېس راپور له مخې، شاه رخ خان ویلي، ډایرېکټر راجکمار هیراني د "جوان" فلم د ټریلر له خپرېدو وروسته لومړی ورته ټیلیفون وکړ. دوی دواړه به په یوه فلم کې یوځای کار کوي او دا د شاه رخ خان راتلونکې پروژه ده.

"زوی ته له لاس ورکولو مخکې له پلار سره خبرې وکړئ"

د فلم په اړه ویل کېږي، شاه رخ خان په فلم کې دوه ګونی رول لري. هغه د پلار او زوی په رول کې لیدل کېږي. په دې فلم کې هغه د پوځي او پولیس رول لوبوي. کله چې پوښتنه ترې کېږي، د پولیسو یونیفورم یې اغوستی دی، څنګه احساس کوي؟ شاه رخ خان وايي: "ډیر ویاړم! هیله ده هغه پولیس چې هېواد ته خدمت کوي قدر یې وشي."

د فلم ټرېلر د یوه راجا په کیسه پیلېږي او بیا له زوی سره د پلار په لاس ورکولو او خدای پاماني او خبرو پای ته رسېږي.

په ټرېلر کې د شاه رخ دا خبرې د هغه د مینه والو لخوا د هغه د ریښتیني ژوند په توګه تشریح شوي، چې د مخدره توکو په تور د شاه رخ خان زوی ارین خان نیول کېدو په سترګه ورته لیدل کیږي.

دا فلم د شاه رخ خان کورنی تولید دی، د هغه مېرمن ګوري خان د فلم پروډیوسرې په توګه دنده ترسره کړې.

د فلم لارښونه د سویلي هند مشهور ډایرېکټر ایټلي لخوا شوې او فلمي ستورې ډیپیکا پاډوکون هم فلم کې په ځانګړي رول کې لیدل کېږي.

په فلم کې بله فلمي ستورې نین تارا په مرکزي رول کې ده او د سویلي هند وجي سیتوپاټي هم مهم رول لوبوي.

د سني ډیول د غدر ۲ تر بریا وروسته، د شاه رخ خان مینه وال د جوان فلم سترې پرانیستې ته سترګې په لار دي او وايي دا فلم له خپرېدو مخکې مشهور شوی دی.

تر اوسه پورې له حالاتو داسې ښکاري چې جوان فلم به ډېر نوي ریکارډونه جوړ کړي.