ټېک ټاک کې د افغان نجونو او ځوانانو فعالیتونه

    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي بي سي

وروستیو دوو کلونو کې ټېک ټاک د ویډیوګانو د شریکولو لپاره کارول کېږی او ډېر ځوانان یې د بوختیا، شهرت او د پیسو ګټلو لپاره کاروي، او په افغانانو کې هم ډېر مشهور شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پر دغه پلټفارم ځکه بندیز ولګاوه، چې په وینا یې د ځوانانو د "بې لارۍ" مخه ونیسي، خو ګڼو ځوانانو بیا هم دغې خواله رسنۍ ته د لاسرسي موندلو لپاره بېلا بېلې لارې وموندلې. تاسې هغه څه پکې موندلی شئ چې ځینې وخت د لویدیځې نړۍ په خواله رسنیو کې نه تر سترګو کېږي.

ټېک ټاک د ځینو افغانو نجونو او په ځانګړې توګه د هغو لپاره ډېر ارزښت لري چې وروستیو کې له افغانستانه وتلي دي.

کله هم که دغو ورځو کې د افغانانو ټېک ټاکرانو پاڼې ته سر ورښکاره کړئ، ډېرې اماتور او حرفوي ویډیوګانې به پکې ومومئ چې د موسیقۍ، لیپ سینګ، کمیډي، سیاسي، قومي، ټولنیزو او علمي بحثونو یو بڼه پکې تر سترګو کېږي. ډیر داسې کسان دي چې د دغه پلټفارم له لارې د شهرت موندلو یا هم د پیسو ګټلو هڅه کوي.

تمنا جهش خبریاله او د جهش سازمان مشره ده، چې اوس جرمني کې ژوند کوي. د ټېک ټاک یوه له بریالیو کاروونکو ده چې زرګونه فالورز یا څارونکي لري. دا وايي، ټېک ټاک په وروستیو څو کلونو کې ډېرو ته په یوه په زړه پوري او د ګڼو کتونکو پر یوه خواله رسنۍ بدله شوې،

دغه پلټفارم اوس په یوه ډېر تود او د ګڼو کتونکو په یوه مرکز بدل شوی. اټکل دا دی چې د تېرو دوه کلونو پرتله اوس ډېر خلک ټېک ټاک کاروي او هلته پکې ځانونه بوخت ساتي.

د ټېک ټاک یوه ځانګړنه ښایی دا وي، چې منځاپانګه یې کاروونکي روږدي کوي. کله چې د ټېک ټاک چلوونکي یوه ویډیو خپروي، د محتوا په اړه مالومات خپرېږي او ورته مهال کې ورسره نورې ویډوګانې یو په بل پسې راځي. کتونکي د ویډیوګانو او په زړه پورې او زړه راښکونکو مطالبو په سمندر کې ډوبېږي.

تمنا جهش چې اوونۍ کې یو ځل د دوه ساعتونو لپاره په ژوندۍ بڼه ټېک ټاک ته راځي، وایي یو شمیر افغانان ټېک ټاک ته په خورا جدي سترګه ګوري.

"یو څه ته چې زما پام، افغانانو ټېک ټاک خورا جدي ګڼلی او ورته په زړه پورې ده. آن تر دې چې ګڼو کسانو خپل کارونه پریښې مخه یې ټېک ټاک ته کړې. دوی یې د درېیو موخو لپاره کاروي- شهرت، پیسې او جنګ."

۲۱ کلنه کندهارۍ، عنقا عجیب زۍ په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا لخوا د بورس په اخیستو مرکزي اسیا ته د زدکړو لپاره واستول شوه، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دا او نورې ملګرې یې امریکا ته تللې او اوس هلته د ژورنالیزم برخه کې زده کړې کوي.

آغلې عجیب زۍ اوس پر ټېک ټاک سل زره فالورز لري. دا وایي، د مسلک له پلوه او سیاست سره د علاقې له مخې په ټېک ټاک کې سیاسي بحثونه کوي چې ځینو ته په زړه پورې نه وي او له کبله یې ګواښل کېږی، ځکه یې اوس سیاسي بحثونه پریښي او پر ځای یې له ښوونځیو محرومو نجونو ته د پښتو ژبې او د نورو عمومي معلومات درسونه پیل کړي دي.

"په ټولنيزه رسنۍ زما فعالیتونه د پښتو ژبی لپاره دي. د پښتو ژبی خدمت کوم. کومه عمومي پوهه چې زه یې لرم، هغه د ټېک ټاک او یا ټولنیزې رسنۍ له لارې غواړم ټولو نجونو او هلکانو ته چې په افغانستان کې دننه یا بهر دي، ولېږدوم."

تمنا چې په ټېک ټاک کې ۳۵ زره فالورز لري، په دې اند ده، چې ټېک ټاک یو نه کنټرولېدونکی پلټفارم او د "منحرفو افکارو د اجماع او اختلاف ځای دی"، چې د ځوانانو په مغزو کې ځای نیسي. له دغو فکري انحرافاتو یو یې د نامناسبو الفاظو کارول او یو بل ښکنځل دي چې ګڼ کسان دا لار تعقیوي.

"که تاسو یو ځل ټېک ټک ته سر ورښکاره کړئ، زموږ خلک که ځوانان دي یا مشران او یا هم مېرمنې، سپکو سپورو ویلو ته یې مخه کړې، یو بل توهینوي او د ناسم لقبونه یو بل ته ورکوي. دوی یو بل سره د مذهب او ژبې په نوم جګړه کې ښکیل دي."

میرمن جهش مني چې ځینې افغان مېرمني مثبت فعالیتونه هم لري، چې له کار او زدکړو ګڼې محرومې مېرمنې د هغو له چوپړونو ګټه اخلي.

هرات ولایت کې یوه څیړنه، چې د افغانستان د اپیدمیولژيک څانګې لخوا د روان کال مارچ میاشت کې شوې، پایلې یې ښیي چې د افغانستان د تنکیو ځوانانو له هرو درېیو، په یو کې د ژور خپګان نښې لیدل شوي.

ملګرو ملتونو هم د رواني ستونزو د ډېرېدو او ځان وژنې په اړه څو ځله خبرداری ورکړی، خو هغه کسان چې د رواني درملنې لپاره پیسې نه لري چې متخصصو ډاکترانو ته ورشي، کولی شي د افغان متخصصانو له وړیا درملنې او مشورو نه چې د ټېک ټاک له لارې یې خپروي، ګټه واخلي. صغري سلطاني یوه له دغو متخصصینو ده چې د اروا پوهنې برخه کې یې زدکړې کړې دي.

نوموړې له تېر یوه کاله راهیسې په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو ته وړیا مشورې ورکوي. دا په اوونۍ کې دوه ځله خپلو زرګونو فالورانو سره د ټېک ټاک له لارې په ژوندۍ بڼه خبرې کوي او ستونزې یې اوري.

"له تېر یوه کاله راپدېخوا، په ټېک ټاک کې زما فعالیت ډېر شوی. ډېر کسان چې اړیکه نیسي، هغوی له ژورو رواني ناروغیو کړېږي او دغه ناروغي یې دومره پرمختللې ده چې د دوی په روح او روان یې اغېز کړی وي."

په ټېک ټاک کې دهغوی خپرو شویو وېډیوګانو مینه هم ډېر دي له سندرو سره لیپ سنګ کوي. همدې ویډیوګانو ګڼ شمېر افغانان هم ورمات کړي دي.

کاناډا کې مېشته ۳۵ کلنه مریم چې د څو کوچنیو ماشومانو مور ده، له نڅا او لیپ سنګ سره ډېره مینه لري. نوموړې د خپلو ویډیو ګانو له لارې یې په لوی شمیر کې افغانان جذب کړي دي. مریم ۱۳۵ زره فالورز لري او ویډیوګانې یې له یو میلیون ځله زیاتې کتل شوې دي. خو دا وایي له دې سره د خپلو او پردیو لخوا زیاته رټل کېږي او سپکاوی ورته کېږي.

"ما له کوچنیوالي له نڅا سره مینه لرله او کورنۍ مې هم په دې خبره ده. نڅا زما لپاره یو هنر دی، زه پر موسیقۍ مینه یم، خو د افغانستان خلک، هغو کسانو ته چې په ټولنیزو رسنیو کې نڅا کوي، د فاحشې په نوم یادوي. زه نه پوهیږم چې ولي یوه میرمن په ټېک ټاک کې د نڅا له کبله فاحشه وګڼل شي. زه نه غلا کوم او نه چا ته زیان رسوم ، زه له ژوند نه خوند اخلم او ټېک ټاک نڅا زما لپاره یوه درملنه ده."

نوموړې زیاتوي، "زما خوښیږي نڅا وکړم او خپل استعداد وښیم. څو ځله مې پرېکړه وکړه چې د خلکو د خبرو له کبله له ټولنیزو رسنیو سره خدای پاماني وکړم، خو بیا مې له ځانه سره وویل دا هغه کار دی چې زما خوښیږی، باید د نورو نظریاتو ته ارزښت ورنه کړم."

خو په مجازي نړۍ کې مېرمنو سره د مخالفت، د اقتصادي ستونزو، د سیاسي ګډوډۍ او د طالبانو لخوا پر ټېک ټاک د لګېدلو بندیزونو سربېره، افغانستان کې دننه او بهر د هغو کسانو شهرت په زیاتېدو دی چې ډېر څارونکي او مینه وال لري.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې له دې امله پر ټېک ټاک بندیز ولګاوه، چې ځوانان بې لاریو ته هڅوي. خو دغه بندیز په ښارونو کې د هغو افغان ځوانانو چې د ټېک ټاک له لارې په مشهورو څیرو بدل شوي وو ، مخه ونه نیوله.

خو په فعالیتونوکې یې یو توپیر دا لیدل کېږي، چې دوی اوس له سیاسي او جنجالي مسایلو ځان ساتي او پر ځای یې نور ټولنیز او بوختونکي مسایل خپروي. دوی هڅه کوي، په خپلو فعالیتونو کې د افغانستان اقتصادي ستونزو او له بشري حقونو نه سرغړونو ته هیڅ اشاره ونه لري.

سکندر نجیب چې ۵۰۰ زره فالورز لري او له افغانستانه فعالیت کوي، وايي ویډیوګانې یې له لس میلیونه ځله ډیرې لیدل شوي او شریکې شوي دي.

"کله چې طالبانو ټېک ټاک بند کړ، ورسره زموږ فعالیت ډیر کم شو. اوس چې موږ کومه ویډیو جوړوو، هغه د افغانستان لپاره نه بلکې د بهر میشتو افغانانو لپاره وي او هڅه کوو چې ډیر د انسټاګرام له لارې فعالیت ولرو. اوس موږ ډیر فعالیت له کوره د ننه کوو او کله هم چې د کومې ویډیو د جوړولو لپاره له کوره بهر کوم ځای ته ځوو، هڅه کوو چا ته مزاحمت ونه کړو او د ويډیو له اخیستو وروسته ژر کور ته راستانه شوو."

په تېرو دوو کلونو کې دغه اپلیکېشن د خلکو د بوختیا او د سیاسي تودو بحثونو په یوه مرکز بدل شوی او هم یو شمیر ځوانانو ته د کار او روزګار یوه سرچینه ګرځېدلې ده.

ټېک ټاک په ۲۰۱۶ کال کې په چین کې پیل شو او تر ۲۰۲۰ کاله پورې یې په امریکا کې تر ۶۰ میلیونو پورې کاروړنکي پیدا کړل، سل میلیونه یې په چین کې او په ټوله نړۍ کې یې د کاروونکو شمېر ۶۸۹ میلیونو ته ورسېده.

سره له دې چې په افغانستان کې د ټېک ټاک د کارونکو کره شمېر مالوم نه دی، خو اټکلونه دا دي چې په دغه هېواد کې له دوه میلیونه زیات کاروونکي لري، د هغو ټېک ټاکرانو ویډیوګانې چې زیات شهرت لري، په افغانستان کې د ننه سلګونه زره ځله کسان ګوري.

خو په افغانستان کې د نجیب او یو شمیر نورو لپاره بيا فضا ډېره تنګه شوې. تېر کال د یوټیوب ځینې کارونکي څو ځله مذهب ته د سپکاوي په تور ونیول شول. د دوی یو شمیر وایي، کله نا کله ګواښونکي ټیلیفونونه ورته کېږي. د افغانستان د مجازي نړۍ ګڼ شمیر کارونکي له افغانستانه وتو ته هم اړ شوي دي.