تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جنرال باجوه ناندریزه ویډيو؛ غبرګونونه ورته څه دي؟
په خواله رسنیو هغه لنډ ویډیويي کلېپ ډېر لاس په لاس کېږي چې یو سړی په کې د پاکستان د پوځ له پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه څخه ویډیو اخلي او هغې ته په کې سپکې سپورې وايي. همدې ويډیو بېلابېل پراخ غبرګونونه پارولي دي.
دغه کس چې د ویډیو شاته کله په پښتو او کله هم په اردو خبرې کوي، وایي جنرال باجوه یې له خپلې "کورنۍ سره د فرانسې په پلازمینه پاریس کې" د تفریح یا چکر پر مهال لیدلی دي.
په دغه ویډیویي کلیپ کې ښاغلی باجوه چې د یوې ودانۍ په زینو کې له يوې میرمنې سره ناست دی، ویډیو اخیستونکي ته وايي چې "ویډیو بنده کړي، کنه پولیسو ته شکایت کوي."
خو ویډيو اخیستونکی د هغه خبرداری بابېزه ګڼي او له هغه د ویډیو اخیستو ته دوام ورکوي.
بي بي سي په خپلواکه توګه د دې ويديو پخلي نه کوي او مالومه نه ده چې کله اخیستل شوې.
خو دغه ویډيويي کلیپ ته په خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راغلي.
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د ویډیو اخیستونکي د دې کار او "جرئت ستاینه" کړې خو ځينو نورو بیا چې تر ډېره پاکستاني وګړي دي، سپکاوی یا د دوی په وینا "بد تمیزي" بللې ده.
د وقاص په نامه یوه پاکستاني خبریال لیکلي، د دوی د پوځي مشر دا ډول سپکاوی خواشینونکې پېښه او د غندنې وړ عمل دی چې د ده په ټکو باید په "ديپلوماتیکه" کچه دا خبره راپورته شي.
د پاکستان د پوځ متقاعد پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لخوا د مخکيني پوځي مشر جنرال راحیل شریف پر ځای په ۲۰۱۶ کال کې د پوځ مشر وټاکل وشو او تر ۲۰۲۲ م کال پورې يې د پاکستاني پوځ د لسم مشر په توګه دنده ترسره کړې.
د فواد په نامه چې ظاهرا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه فعال دی، بیا ښاغلی باجوه "غدار" او د دا ډول سپکاوي حقدار بللی.
ښاغلی باجوه په ۲۰۱۸ کال کې د فوربز مجلې په نوملړ کې ۶۸ ځواکمن کس راغلی و. په پاکستان کې د خواله رسنیو ځینو کاروونکو بیا پر ښاغلي باجوه نیوکه کړې چې "سپکو سپورو ته باید غلی نه وای ناست."
د نصار احمد احمدي په نامه د خواله رسنیو یوه افغان فعال بیا د دې ویډیو له خپرولو سره لیکلي چې "د دغه ځوان احساساتو ته سلام کوي."
د قبایلي سیمو یوه اوسېدونکي نعمت الله وزیر بیا دې پېښې په غبرګون لیکي:
"هغه پښتانه چې له جنرال باجوه سره پېښه د پښتني دودونو خلاف بولي، په قبایلي سیمو کې د پوځي چیک پوسټونو د میندو او خویندو سپکاوی او د پښتني دودونو خلاف عمل ولې نه ګوري؟"
ښاغلی باجوه ځینو پاکستانیو رسنیو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې "اتل" یاد کړی و خو په افغانستان، قبایلي سیمو، کشمیر او بلوچستان کې یې مخالفان بیا د "ترهګرو ډلو ملاتړی" بولي.
د نوموړي په وخت کې له ډیورنډ کرښې سره پرتو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ خلاف پخوانیو پیل شویو پراخو پوځي عملیاتو دوام وکړ چې د جنرال باجوه په مشرۍ پوځ یې "له ترهګرو ډلو د سیمو پاکولو" کې مهم عملیات بولي.
خو د قبایلو اوسېدونکي بیا وایي، په هغو عملیاتو کې یې مېنې ویجاړې، کاروبارونه خراب او خلک کډوال شول.
د افغانستان پخواني جمهوري دولت هم د جنرال باجوه تر مشرۍ لاندې پوځ تور پورې کاوه چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکړي او پر وړاندې یې نه یوازې دا چې اقدام نه کوي ملاتړ هم ترې کوي.
خو دا ډول تورونه پاکستاني پوځ او طالبانو نه منل.
په پاکستان کې د پوځ مشرتوب خورا ځواکمنه دنده بلل کېږي چې ځینې وخت د پوځ مشرانو ملکي حکومتونو پرځولي او کلونه یې پوځي واکمنۍ کړې دي.
ښايي یو لامل همدا وي چې د ښاغلي باجوه خپاره شوي کلېپ په اړه غبرګونونه پراخ، توند او بېلا بېل دي.