شمالي کوریا وايي، خپل ''تر ټولو زورور'' توغندی یې ازمویلی

    • Author, کیلې ینګ جین مکنزي
    • دنده, بي بي سي

شمالي کوریا وايي، داسې بین البراعظمي بالسټیک توغندی یې ازمویلی چې د جامدو سونتوکو په مرسته کار کوي، او تر اوسه ازمائل شویو توغندیو کې تر ټولو زورور دی.

د دولتي رسنیو په رپوټونو کې د پنجشنبې ورځې دا ازموینه ستایل شوې او یوه ''معجزې ته ورته بریا '' بلل شوې.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون چې له خپلې لور، مېرمن او خور سره یو ځای یې د دې ازموینې لیدنه وکړه، د رپوټونو له مخې ویلي: ''مخالفین به د سختې وېرې او اضطراب له کبله ډېر ځورېږي. ''

نوموړي دغه راز ویلي، نوی ازمویل شوی توغندی چې د هواسونګ - ۱۸ نوم ورکړل شوی، د شمالي کوریا پوځي ستراتيژۍ سره هم مرسته کوي.

د دې ازموینې له کبله بیا د جاپان په شمال کې چارواکو یو خبرداری هم خپور کړ، چې نیم ساعت وروسته یې بېرته واخیست، په هوکایډو ټاپو کې ښوونځي له ټاکلي وخته یو څه ناوخته پیل شول او د ځینو ریل ګاډو سفرهم وځنډول شو.

داسې توغندي چې د جامدو سونتوکو پر مټ کار کوي، د هغو پرتله چې د مائع سونتوکو پر مټ کار کوي، ژر توغول کېږي او له همدې کبله یې تعقیب هم اسان نه دی، خو ماهرین وايي، دا هم خپلې کمزورۍ لري.

د امریکا، جاپان او سویلي کوریا غندنه

دا لومړی ځل دی، چې شمالي کوریا د اوږده واټن دا ډول توغندی ازمايي.

له دې مخکې یې داسې یو شمېر توغندي ازمايلي، چې د جامدو سونتوکو پر مټ چلېدل، خو هغه ټول د لنډ واټن توغندي وو. ماهرین وايي، دا د پیونګانګ وسلو پروګرام په لړ کې مهم پرمختګ دی.

په جاپان، سویلي کوریا او امریکا متحدو ایالتونو کې چارواکو د شمالي کوریا دا ازموینه غندلې چې د رپوټونو له مخې د شمالي کوریا مشر خپل پوځ ته د جګړې مخنیوي لپاره د لا زیاتې یرغلګرانه او عملي رویې خپلولو امر کړی.