د میانمار د پوځ هوايي برید کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

د میانمار د پوځ له خوا د سه شنبې (۱۱/۰۴/۲۰۲۳) ورځې په هوایي برید کې له (۱۰۰ ) زیات کسان وژل شوي دي.

د مرګ ژوبلې لوړ شمېر له کبله دا برید د یاد هېواد کورنۍ جګړه کې تر ټولو خونړی برید بلل شوی.

د پېښې سیمې ته رسېدلو ژوند ژغورونکو بي بي سي ته ویلي، لږ تر لږه ۸۰ مړي یې را اېستلي او ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.

له دې مخکې له یاد بریده ژوندي پاتې شویو کسانو د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۵۳ کسان ښودلي و.

دوی ویلي و، په یاد شمېر وژل شویو کسانو کې ۱۵ ښځې او یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

ملګرو ملتونو یاد برید چې د سګینګ په شمال لوېدیځې کې د پازي په نوم یوه کلي باندې شوی غندلی دی.

نوموړی کلی د د میانمار پوځي حکومت سره مخالف دی.د میانمار پوځ دا خونړی برید منلی او وايي، چې پازي کلي کې د دوی د حکومت پر وړاندې دفاع لپاره د رضاکارانو دفتر پرانېستل کېده او د همدې دفتر په ویاړ پرانېست غونده روانه وه چې ځواکونو یې پرې هوايي برید وکړ.

د میانمار پوځ د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د واک تر لاسه کولو راهیسې د خپلو مخالفینو پر وړاندې په زیاتیدونکي توګه بریدونه کړي.

په سګینګ کې خلکو د میانمار پوځي واکمنۍ پر وړاندې سخت مخالفت کړی او خپلې ملیشې یې جوړې کړي.

د پازي ګي کلي یوه اوسیدونکي بي بي سي ته وویل" د سهار په اوو بجو یوه پوځي جیټ‌ الوتنه وکړه او یو بم یې وغورځاوه، ورپسې د چورلکې توپ ویشتونکی و چې د شلو دقیقو لپاره یې سیمه کلابنده کړه."

اوسیدونکو د پازي ګي کلي یوه ویډیو هم خپره کړې چې د وژنو وېروونکې صحنې پکې ښکاري، ټوټې ټوټې جسدونه پر ځمکه پراته دي او یو شمېر ودانیو ته اور اچول شوی دی.

دغه عیني شاهدان وايي،‌ هڅه یې کوله چې مړي وشمېري خو دا کار ستونزمن ځکه و چې ډېر یې ټوټه ټوټه شوي وو.

پوځي حکومت د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو د بمبارولو لپاره پر خپلو روسي او چینايي الوتکو تکیه کوي، ځکه چې ځمکني سرتېري یې پر سړکونو د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي یا پرې بمونه چوي او یا ورته کمین نیول کېږي.

هوايي بریدونه بیا غیر نظامیانو ته ډېره مرګژوبله اړوي.

د میانمار کورنۍ جګړه کې په زرګونه کسان وژل شوي او نږدې ۱،۴ میلیونه یې بې کوره کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، د هېواد نږدې دریمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

بي بي سي د شخړو د څار ډلې د مالوماتو د ارزونې له مخې تحلیل کړی چې څرګندوي د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۰۲۳ کال تر جنورۍ د پوځ‌ خوا لږ تر لږه ۶۰۰ هوايي بریدونه شوي.

د ملي یووالي جلا وطنه حکومت چې له کودتاه وروسته جوړ شو وايي، دغو بریدونو د اکټوبر میاشت کې لږ تر لږه ۵۰کسان وروسته له هغې ووژل چې د هوايي ځواک جیټ الوتکو په کاچین ایالت کې د یوې توکمیزې یاغي ډلې له خوا پر جوړ شوي کنسرت درې بمونه وغورځول.

تېره میاشت د میانمار مرکزي برخه کې د یوه کلي پر ښوونځي هوايي برید لږ تر لږه پنځه ماشومان ووژل او یو شمېر نور یی‌ ټپيان کړل.

که په پازي ګي کې د مړو دا شمېر تایید شي دا به په کورنۍ جګړه کې تر دمه تر ټولو خونړې پېښه وي چې یوه ورځ کې دومره شمېر کسان پکې وژل کېږي.