تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فرانسې مارسېل ښار کې یوې ودانۍ کې له چاودنې وروسته دوه مړي موندل شوي
د فرانسې په سویلي ښار مارسېل کې په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې تر چاودنې وروسته تر اوسه دوه مړې موندل شوي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، د یادې ودانۍ شپږ نور اوسېدونکي لا هم نادرکه دي او د موندلو او ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي.
چاودنه د یکشنبې پر ورځ شوې چې تر اوسه د پېښې لامل په رسمي ډول نه دی په ډاګه شوی.
څېړونکې پر پلټنو لګیا دي خو د پېښې په رامنځته کېدو کې د ګازو د لیک کېدو شونتیا زیاته ده.
په دغه چاودنه ګې د شاوخوا نورو ودانیو پنځه نور اوسېدونکي هم برسېرن ژوبل شوي او د سیمي شاوخوا ۲۰۰ کسان اړ شوي چې له خپلو کورونو ووځي.
د اور د کابو کولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ اور وژونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
داسې انګېرل کېږي چې دا ودانۍ هر پوړ کې یو کور لري.
د دغه ښار چارواکو ویلي چې یوه کور کې ځوانه جوړه "ښځه او مېړه" اوسېدل چې نادرکه دي.
د ژغورنې په عملیاتو کې سپي هم د پېښې ځای ته راوړل شوي چې د ژوندي پاتې کسانو په لټون کې مرسته وکړي.
د اور ژغورنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جسدونو د موندلو اعلان کړی و او ویلي یې و چې "ویجاړیو کې یې د ستونزو له امله ښايي ایستل لږ وخت ونیسي."
رپوټونه وايي، له پېښې وروسته یو سیمه ییز جمنازیم او دوه ښوونځي د هغو خلکو لپار وزګار شوي چې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ټوېټر له لارز د پېښې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د بېړنیو خدمتونو له هڅو یې مننه کړې ده.
د مارسېل ښاروال بینویټ پایان ویلي، ژغورونکي هڅه کوي ودانۍ کې بند پاتې کسان راوباسي او زیاتوي چې: "مونږ باید خپلې هیلې ژوندۍ وساتو."
د فرانسې کورنیو چارو وزارت جرالد دارونین پرون یکشنبه د پېښې له ځایه لیدنه وکړه او تمه کېږي چې د فرانسې د کور جوړونې وزیر اولویه کلاین هم د پېښې د ځای لیدو ته ورشي.
۲۰۱۸ کال کې د فرانسې په مارسېل ښار کې د کورنو د جوړولو برخه کې د ټاکل شویو معیارونو بیا کتنه وروسته له هغې وکړه چې د دوو ودانیو نړېدو اته کسان ووژل.
له پېښې وروسته خیریه بنسټونو اټکل کړی چې په دغه ښار کې شاوخوا ۴۰ زره خلک په بې کیفیته کورونو او نا خوندي ځایونو کې اوسېږي.
خو داسې ښکاري چې ځايي چارواکې د پرون یکشنبې د ورځې پېښې لامل ودانیزې ستونزې نه بلکه د ګازو د لیکېدل یادوي.