مکسیکو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو پر ضد پراخ لاریونونه شوي

د مکسیکو په څو ښارونو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو پر ضد پراخ لاریونونه شوي دي.

لاریونیان وايي، حکومت هڅه کوي ټاکنیز بنسټونه کمزوري کړي.

له دغو جوړو شویو لاریونونو تر ټولو لوی هغه یې په مکسیکو ښار کې و، چې شاوخوا ۵ سوه زره کسان پکې راغونډ شوي وو.

ځايي حکومت د دغو کسانو شمېر بیا ‏(۹۰ زره) یاد کړی دی.

د مکسیکو قانون جوړوونکو تېره اوونۍ د ټاکنو ملي کمیسیون (آی اېن اي) د بودیجې او کارمنانو د کمولو پر سر رای اچونه وکړه.

د مکسیکو ولسمشر آندرس مانوئل لوپز اوبرادو د ټاکنو ملي کمیسیون په دوه ګوني چلند تورنوي.

خو مخالفینو یې د پارلمان وروستۍ رایې پر دیموکراسۍ برید په مانا یادې کړي او پر سترې محکمې یې فشار راوستې چې له اساسي قانون سره سمې یې لغوه اعلان کړي.

پرون یکشنبه د فبرورۍ میاشت ۲۶تمه لاریونیان د مکسیکو ښار یوه تاریخي میدان "زوکالو" کې راټول شوي وو، رپوټونه وايي شمېر یې دومره زیات و چې له میدان بهر لارو او کوڅو کې هم ولاړ وو.

رویټرز خبري اژانس د ویرونیکا ایکویریا له خولې لیکلي چې وايي: "مونږ د خپلې دیموکراسۍ د دفاع لپاره مبارزه کوو."

د مکسیکو په څو نورو ښارونو کې هم کوچني سوله ییز لاریونونه شوي.

د مکسیکو مشرانو جرګې د تېرې چارشنبې پر ورځ د ټاکنو ملي کمیسیون په بودیجه کې رامنځته شوي اصلاحات تصویب کړل.

دغه اصلاحات به د مکسیکو ولسمشر له لاسلیک وروسته پلي شي.

مکسیکو کې د بي بي سي خبریال ویل ګرانت وايي، دا موضوع به اوس وخت کې د مکسیکو په سیاست کې تر ټولو زیاته ناندریزه مسله وي.

ښاغلی آندرس مانوئل لوپز اوبرادو چې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې ټاکنو کې له دوو ناکامو هڅو وروسته بریالی شو، د اوږدې مودې راهیسې د ټاکنو پر ملي کمیسیون او کارمنانو یې نیوکې کوي.

تېره میاشت یې پر دغه خپلواکه اداره د درغلیو تور پورې کړ او ویې ویل چې "کارمنانو یې د رای صندوقونو ډکولو، د رایو پېرلو او درغلیو ته" سترګې پټې کړې دي.

نوموړي۲۰۰۶ کال کې د ټاکنو په لومړۍ هڅه کې له خپل سیال فیلیپ کالدرو ماته وخوړه، هغه مهال یې هم د ټاکنو پایلې نه منلې او د درغلیو تور یې لګاوه.

هغه د ۲۰۱۲ کال ټاکنو پایلې هم نه منلې چې انریکه پنیا نیتو ته یې بایللې وې.

ښاغلي لوپز اوبرادو په ۲۰۱۸ کال کې ټاکنې وګټلې او له هغې راهیسې هڅه کوي د ټاکنو پر ملي کمیسون د فشار له لارې اصلاحات راولي.

هغه وايي، د دغې ادارې د کارمنانو کمښت سره به په کال کې د مالیه ورکوونکو ۱۲۵ میلیونه باونډه خوندي شي.