تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوټه کې بمي چاودنه؛ پېښور کې له ۵ د ډېرو کسانو په راټولېدو بندیز اعلان شوی
پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې بمي چاودنه شوې چې له کبله یې لږ تر لږه د ۳ کسانو د ټپي کېدو پخلی شوی.
سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته ویلي پېښه نن د یکشنبې پر ورځ پر ګلستان واټ، موسی نومي پولیسو تلاشۍ ته ورڅېرمه شوې.
د کوټې د پولیسو یوه مشر اظفر مهیسر بي بي سي ته وویل "دا یوه بمي چاودنه وه چې پکې درې کسان برسېرن ټپي شوي."
د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې چاودنه د ځانمرګي برید له کبله نه ده رامنځته شوې بلکې چا لاسي بم غورځولی.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې په کوټه کې نن یکشنبه د پاکستان سوداګریز کرېکټ لیګ نمایشي لوبه هم وه.
دا لوبه چې د کوربه کوټې او پېښور زلمو لوبډلو تر منځ تر سره کیده ورته پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د کوټې لوبډلې چې وروسته یې دا لوبه وګټله په ټوېتر د دې لوبې اصلي ګټونکي د بلوچستان ولس او امنیتي ځواکونه بللي.
په کوټه او پېښور کې د امنیتي وضعیت له کبله نړیوالې او ان کورنۍ کرېکټ سیالۍ نه کیږي.
پېښور کې د امنیتي اندیښنو له کبله د خلکو په راټولیدو بندیز
بلخوا په پېښور کې له تېرې اونۍ خونړۍ چاودنې او هلته د دغې چاودنې په غبرګون له پراخ ولسي پاڅون وروسته حکومت د ۱۴۴ دفعې قانون عملي کیدو اعلان کړی.
د پېښور د پولیسو کمېشنر شفیع الله خان په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي "د امنیتي اندېښنو له کبله د پنځو یا له ۵ څخه د ډېرو کسانو په یو ځای راټولیدو بندیز اعلانوي."
د پولیسو په دغه بیان کې راغلي "د نازک امنیتي وضعیت له کبله به تر لسو ورځو ۱۴۴م قانون نافد وي او له سرغړونکو سره به سخت قانوني چلند تر سره شي."
د پېښور پولیسو لاین جومات کې د تېرې دوشنبې پر ورځ خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ووژل له له ۲۲۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
پولیسو دا ځانمرګی برید وباله چې وروسته یې بیا د پېښې له ځایه د بریدګر ویډيوګانې هم خپرې کړې.
ویل کیږي په دې چاودنه کې ډېری وژل شوې او ټپیان پښتانه پولیس دي.
دې پېښې په خیبر پښتونخوا او سیمه کې سخت غبرګونونه را وپارول او په یوه کمساري لاریون کې ان خپله د پېښور پولیسو د حکومت ضد شعارونه ورکړل.
د پولیسو له لاریون او شعارو وروسته د تېرې "جمعې" پر ورځ په پېښور کې د ولسي پاڅون په نوم پښتنو فعالانو او د ځینو ګوندونو غړو پراخ لاریون وکړ.
د پيښور پريس کلب مخې ته د دغې لاریون ور ها خوا نور احتجاجونه د پښتونخوا په سوات او مردان ولسواليو کې هم شوي دي، هلته هم لاریونوالو پر پوليسو بريد وغانده.
د پېښور په دغه لاریون کې د عوامي نېشنل ګوند د ځينو مشرانو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ هم ګډون کړی وو.
منظور پښتین او نورو ګډونوالو لاریونوالو ته په وینا کې د پښتنو په سیمو کې وروستۍ پېښې د پاکستان نوي تګلاره بللي وه او تور یې پورې کړ چې پاکستان د ډالرو تر لاسه کولو لپاره پښتنې سیمې نا ارامه کوي.
هغه وویل "غورځنګ به یې د ډالرو جنګ پر ضد هر چېرې خپل غږ ورسوي."
د پېښور پولیسو په اعلامیه کې که څه هم په ښکاره له سختو شعارونو سره مله دغو لاریونونو ته اشاره نه ده شوې، خو دا اټکل هم نه شي ردېدلای چې حکومت غواړي له دې لارې په پاکستان په ځانګړي ډول پېښور کې ولسي چېغه غلي کړي.