تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران مذهبي مشر وايي څوک چې "بشپړ حجاب نه لري، په بې دینۍ یې مه تورنوئ"
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په دغه هېواد کې له سراسري اعتراضونو څلور میاشتې وروسته ویلي"هغه کسان چې پوره حجاب نه مراعتوي، د بې دینو او انقلاب ضد تورونه مه پرې لګوئ."
په ایران کې ډېرو مېرمنو وروسته له هغې چې د دوی په وینا حکومت یې په شخصي ژوند کې لاسه وهنه کوي او اجباري حجاب پرې مني، په بې ساري توګه خپل پړوني او حجابونه لېرې کړل او لارو کوڅو ته ووتلې.
خو د ایران مذهبي مشر وایې: "هغوی چې پوره پوښښ یا حجاب نه لري هم زموږ لوڼې دي" خو د اجباري یا اختیاري حجاب په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ایران مذهبي مشر دغه څرګندونې د یو شمېر مېرمنو سره چې "وتلې مېرمنې، غوره شوې مېندې، د علمي، کلتوري او ټولنیزو چارو فعالانې" نوم ورکړل شوی وو، لیدنې کې کړې.
نوموړي په دې لیدنه کې پر لوېدیځو هېوادونو بیا توندې نیوکې هم کړې دي.
خامنه یي په لویدیځو هېواد کې د ښځو ګټه له سړیو کمه بللې او وایې: "د لوېدیځ بي شرمي له دې ځایه ښکاريږي چې دوی ښځو او د هغوی انساني کرامت ته زیان رسولی، داسې حال کې چې ځان د ښځو حقونو ګټيالي او ساتونکي هم بولي."
نوموړی وایي، په لوېدیځ کې کاپېټلېزم نظامونه په نرواکۍ ولاړ دي، ځکه د ده په وینا، نران پياوړي او ځواکمن دي، لويې اقتصادي او سوداګریزې چارې سړي مدیریت کوي، نو ځکه هلته سړی په ښځه لومړیتوب لري.
په ولسواکو لوېدیځو هېوادونو کې کلونه کیږي چې د ښځو او سړیو د حقونو برابروالي لپاره هلې ځلې روانې دي. ډېری نړیوالې او دولتي ادارې مجبورې شوې چې د ښځو او نرانو حقونه مساوي کړي، په ځينو هېوادونو او نړېوالو ادارو کې ان مشري هم د ښځو لاسته ورغلې ده.
د "مي ټو یا زه هم" په نامه خوځښت د خامنه یي نیوکه
د ایران مذهبي مشر پرته له دې چې نوم یې واخلي، ددې خوځښت په اړه وایې: "سړی شرمېږي چې ان نوم یې واخلي، دا څه چې دوی پیل کړي، دا د لوېدیځو هېوادونو ښځو له وخته تجروبه کړي او اوس یې موږ ته راښيي چې باید ښځې له دې ډول ځورونو وساتل شي."
د "مي ټو یا زه هم" خوځښت په ټولنو او کار ځایونو کې له ښځو سره د چلند په اړه په نړیواله کچه پراخ بحث راپورته کړی چې ښځې دېته هڅوي د جنسي ځورونو په اړه خبرې وکړي او د ناوړه ګټې اخیستې مخه یې ونیول شي.
دغه خوځښت له امریکا پیل شو او تر ایران هم ورسېد چې ځینو ایراني مېرمنو بیا له هغوی د جنسي ګټې اخیستنې له پېښو پرده پورته کړه.
په ایران کې د ښځو له خوا د پراخو اعتراضونو له پیل راهیسې ښاغلي خامنه یي څو ځله ویناوې کړې، خو په خبرو کې یې د دوی مهمو غوښتنو لکه د "توپیري چلند پایته رسول او اجباري حجاب" په اړه څه نه دي ویلي.
ددغو اعتراضونو او لاریونونو له پیله تر اوسه د ښځو او نجونو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي او زیات شمېر نور هم حکومتي ځواکونو نیولي دي.
له پيله لاریون کوونکي خپله د خامنه یي او حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
خو خامنه یي بیا دوی "بلواګر" بللي او د ځپلو غوښتنه یې کړې ده.
ټاکل شوې د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا پلاوی په ایران کې د بشر حقونو تر پښو لاندې کولو ټولې پیښې وڅېړي.
د بشري حقونو فعاله، نرګس محمدي چې دا مهال په زندان کې ده، یوه لیک کې "د ښځو ځپلو لپاره جنسي ځورونې" د حکومت یوه تګلاره یاده کړې ده.
اغلې نرګس ویلي چې د ښځو دا ډول ځورونې هم د نیولو پر مهال شوې او هم وروسته زندان کې شوې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت قضایه قوې بیا دا ډول تورونه دروغ بللي دي.