د خامنه اي څرګندونو ته د امریکا غبرګون: ایران کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د احتجاجونو لامل شوی

د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي دیبرا لیپسټېډ ایران کې د احتجاجونو په اړه د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي پرونیو څرګندونو ته په غبرګون ګې چې ویلي یې و "ایران کې د احتجاجونو تر شا د امریکا او اسرییلو لاس دی" وايي، ایران کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د احتجاجونو لامل شوی دی.

آغلې لیپسټېډ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:" هغه یهودان، امریکا او بل هر څوګ ملامتولی شي خو نړۍ او ایران ته دا روښانه ده چې د نومړي په حکومت کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د احتجاجونو د دوام لامل ګرځېدلی دی چې مشري یې ښځې کوي."

ښاغلي خامنه یي تېره ورځ د ایران پوځي او روزنیز پوهنتون کې د افسرانو فراغت غونډه کې ويلي و، چې د مهسا امیني مړیني په ژوره توګه خواشینی کړی خو امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.

نوموړي ويلي و:" په دغه پېښه کې یوه ځوانه نجلۍ ووژل شوه، زموږ زړونه هم مات شول خو د دې پېښې په غبرګون کې له څېړنو پرته او له کوم قانوني حکم پرته واټونو ته راوتل، د نظم ګډوډول، د قرآن سوځول، له سرونو ټیکري لرې کول او جوماتونو او موټرو ته اور ورته کول یو غیر طبیعي کار دی او تر شا یې د امریکا او اسراییلو لاس دی"

ورته وخت کې راوپايي ټولنې ویلي، نن سه شنبه د مهسا امیني وژنه او ایران کې د راپوته شویو احتجاجونو ارزونه کوي.

تمه کېږي چې د اروپا د پارلمان غړي او د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف ښاغلی بورل په دې اړه له خبرو اترو وروسته د پنج شنبې پر ورځ پر یوه پرېکړه لیک رای اچونه وکړي.

له دې وړاندې ښاغلي بورل د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ایرانه غوښتي و چې د خلکو احتجاجونو ته درناوی وکړي او داحتجاج کوونکو سره له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د رپوټونو له مخې ایران کې د ښځو د حقونو احتجاج کوونکو د ځپنې په غبرګون کې شپږو اروپايي هېوادونو د اروپايي ټولنې لخوا پر ایران د نویو بندیزونو وړاندیز هم کړی دی. جرمنۍ ډېر شپیګل مجلې ویلي جرمني، فرانسه، ډنمارک، ایټالیا او چک جمهوریت د دې ګام ترشاه دي او تمه ده چې دا وړاندیز شوي بندیزونه د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چې روانه میاشت ترسره کېږي وړاندې شي.

ویل شوي چې دا بندیزونه به پر مشخصو کسانو، سازمانونو او هغو ادارو لګول کېږي چې د مظاهره چیانو په ځپنې کې ښکیلې دي.

ایران کې د مهسا امیني له وژل کېدو پر ۱۷مه ورځ لا هم په دغه هېواد کې احتجاجونه روان دي.

ایران کې دغه دولت ضد احتجاجونه تېره میاشت د ېوې نجلۍ 'مهسا امیني' تر وژل کېدو وروسته پیل شوي او اوس بېلابېلو ښارونو ته غځېدلې دي.