تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د احتجاجونو دوام؛ مذهبي مشر یې تر شا د امریکا او اسراییلو لاس یادوي
ایران کې د مهسا امیني له وژل کېدو پر ۱۶مه ورځ لا هم په دغه هېواد کې احتجاجونه روان دي.د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په لومړي ځل په دغه اړه څرګندونې کړي.
ښاغلي خامنه یي نن د ایران پوځي او روزنیز پوهنتون کې د افسرانو فراغت غونډه کې ويلي، چې د مهسا امیني مړیني په ژوره توګه خواشینی کړی خو امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.
د نوموړي په خبره:" په دغه پېښه کې یوه ځوانه نجلۍ ووژل شوه، زموږ زړونه هم مات شول خو د دې پېښې په غبرګون کې له څېړنو پرته او له کوم قانوني حکم پرته واټونو ته راوتل، د نظم ګډوډول، د قرآن سوځول، له سرونو ټیکري لرې کول او جوماتونو او موټرو ته اور ورته کول یو غیر طبیعي کار دی او تر شا یې د امریکا او اسراییلو لاس دی"
د ایران مذهبي مشر داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تېره شپه پولیسو پلازمېنه تهران کې د پوهنتون له احتجاج کوونکو محصلینو سره شخړې وکړې.
رپوټونه وايي په ایران کې د ښځو د حقونو احتجاج کوونکو د ځپنې په غبرګون کې شپږو اروپايي هېوادونو د اروپايي ټولنې لخوا پر ایران د نویو بندیزونو وړاندیز کړی دی. جرمنۍ ډېر شپیګل مجلې ویلي جرمني، فرانسه، ډنمارک، ایټالیا او چک جمهوریت د دې ګام ترشاه دي او تمه ده چې دا وړاندیز شوي بندیزونه د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چې روانه میاشت ترسره کېږي وړاندې شي.
ویل شوي چې دا بندیزونه به پر مشخصو کسانو، سازمانونو او هغو ادارو لګول کېږي چې د مظاهره چیانو په ځپنې کې ښکیلې دي.
د ایران پلازمېنه تهران کې پولیس یکشنبه ناوخته د دغه هېواد د یوه پېژندل شوي پوهنتون "شریف" له محصلانو سره نښتو کې ښکېل شوي و.
د خواله او د ایران دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي و چې ګڼ شمېر محصلان د پوهنتون ودانۍ دننه او د موټرو پارکېنګ کې ایسار پاتې دي.
پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکو تصویرونو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د محصلانو خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز کاروي او هوايي ډزې کوي.
د دغه اخ وډب پر مهال د ګڼ شمېر محصلانو د نیول کېدو خبر هم ورکړ شوی و.
ایران کې دغه دولت ضد احتجاجونه تېره میاشت د ېوې نجلۍ 'مهسا امیني' تر وژل کېدو وروسته پیل شوي او اوس بېلابېلو ښارونو ته غځېدلې دي.