د فلسطین لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو وژونکی ځواک

اسرائيلي پوځيانو په کلي کې د يوه فلسطيني کور د ړنګولو د پلان خبرداری ورکړی وو.

تصویرونه ښیې چې د نارینه او تنکیو ځوانانو یوه ډله ډبرې غورځوي، خو تر دوو ډزو وروسته شاته کېږي.

راعد الناسان په یوه کونج کې منډې وهي او لوېږي، له سره یې وینه بهېږي او مرګونی ټپي شوی دی.

هغه د سه شنبې په ورځ ووژل شو . نوموړی یو له هغو څلورو فلسطینیانو وو چې اسراییلي سرتېرو د نیول شوې لویدیځې غاړې په بېلابېلو کلیو کې د نښتو پر مهال ووژل.

اوس د هغه د وژنې تصویرونه د اسرائیلو لخوا د وژونکي ځواک کارولو په اړه تازه رڼا اچوي، ځکه په دغې سیمې کې له کلونو راهیسې تاوتریخوالی بې سارې کچې ته رسېدلی.

د هغه تر وژل کېدو څو ساعته وروسته د اسراییلو پوځ ووی "سرتېرو یې د یوه شکمن په ځواب کې وسله کارولې او هغه یې په نښه کړی و"

خو په خپرې شوې ویډیو کې بیا کیسه هغسې نه ده چې دوی یې وايي.

سږ کال په لوېدیځه غاړه کې تر ۱۴۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې نژدې ټول د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ملکي وګړي او وسله وال کسان شامل دي. په همدې حال کې د فلسطینیانو د بریدونو لړۍ چې اسرائیلیان په نښه کوي، او همدارنګه د عملیاتو پر مهال پر پوځیانو د وسله والو ډزو، د ملکي وګړو او سرتیرو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان وژلي دي.

د سیمې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تور وینزلینډ دا اوونۍ خبرداری ورکړ چې جګړه او پوځي نیواک "یو ځل بیا ګرم پړاو ته رسیدلی."

د اسرائیلو د بشري حقونو ډلې کمپاین کوونکی بي ټي سلیم چې د ښاغلي نسانان د وژنې په اړه پلټنې کوي، وايي سږکال د پام وړ شمېر لاریون کونکي په ډزو وژل شوي. چې د هغه په وینا دا "د زور زیاتی کارول" دي.

د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي، دوی دا کار د "بلواګرو" د مخنیوي لپاره کار کړی او د پیښې "څیړنې" کیږي.

اسرائیلي سرتیري د سه شنبې په ورځ د المغایر کلي ته ننوتي وو چې د "ناقانونه ودانیو" د ړنګولو امر ورته شوی وو.

یو ویشت کلن نسانان وروسته تر هغه ووژل شو چې شاوخوا شل تنو ځوانانو او د زلموټو یوې ډلې د اسرائیلي موټرو او پوځیانو پر لور ډبرې ګوزارولې.

د نړیوال قانون له مخې، د ملکي وګړو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وروسته تر هغه د وروستي غوراوي په توګه وسلې کارول کیږي چې یوازې د "مرګ یا جدي ټپي کیدو احتمالي ګواښ" موجود وي.

بي بي سي ته ورکړل شوې ویډیو چې له ډزو شاوخوا یوه دقیقه مخکې اخیستل شوې، ښيي چې د ښاغلي نسانان په ګډون ډله ښکاري، له کوڅې څخه ډبرې را اخلي او د سرتېرو پر لور یې غورځوي.

په تصویرونو هیڅوک نه لیدل کیږي چې پېټرولي بمونه غورځوي. بیا هم په تصویر کې ښکاري چې نسانان د خپل کور مخې ته ولاړ دی چې ظاهراً ډبرې یې په لاس کې دي، کله چې د دوو ډزو غږونه اورېدل کېږي نو ګمان کیږي، هغه ډزې وې چې نوموړی پکې مرګونی ټپي شو.

د المغایر اوسیدونکو وايي، دوی د حالاتو له خرابېدو ویره لري.

د اسرائیلو د ملي امنیت ټاکل شوی وزیر د ډبرو ویشتونکو فلسطینیانو د ویشتلو غوښتنه کوي. هغه همدا راز غواړي، ‌اسرائیلي پوځیان دې د فلسطينيانو د وژلو په پېښو کې له عدلي تعقيب څخه خوندي وي.

اسرائیل له پسرلي راهیسې په لویدیځه غاړه کې شپني عملیات، تلاشۍ او نیونې کوي. دوی وايي د نورو بریدونو ګواښ د مخنیوي لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.