تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران کې احتجاجونه؛ "تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي"
د کردستان د بشري حقونو ډله وايي، په تېرو دوو ورځو کې د ايران په مهاباد، بانه سنندج او قصر شرين ښارونو په مظاهرو کې "لږ ترلږه ۱۲ تنه وژل شوي" دي او لسګونه نور ټپيان دي.
د بشري حقونو دغه ډله وايي، د مظاهرو پر مهال لسګونه کسان نيول شوي او برخليک يې لا نه دی معلوم.
بل پلو په داسې حال کې چې د زاهدان د پولیسو او د ۱۶ قومندانۍ مشران په دغه ښار کې د لاریون کوونکو د وژلو په برخه کې د ''نیمګړتیاوو'' له کبله له دندو ګوښه شوي دي، په زاهدان کې د اهل سنت د جمعې لمونځ د ګڼو اعتراض کوونکو په شتون کې ترسره شوی. مولوي عبدالحمید په ایران کې د سیاسي ازادۍ پر نشتون اعتراض کړی دی.
د ایران د سیستان او بلوچستان د امنیت شورا د دغه مطلب په خپرولو سره ویلي، د دغو دوو امنیتي چارواکو له دندو لېرې کولو '' د بې ګناه وژل شویو او هغوی کورنیو ته د اوښتو زیانونو جبران'' دی.
دا لومړی ځل دی چې د ایران حکومت هغو امنیتي چارواکو سره داسې چلند کوي چې د اعتراض کوونکو په ځپلو کې یې ونډه درلوده.
د پولیسو د مشر او د امنیه قومندان د ګوښه کولو ګام په زاهدان کې د جمعې د لمانځه پر مهال اخیستل شوی دی. مولوي عبدالحمید د زاهدان د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال په ایران د بیا ازادي غوښتنه وکړه او ویې ویل مدیریتي کمزورتیا په یوه لاس کې د حکومت شتون دی.
په تېرو اونیو کې هم په زاهدان کې د جمعې تر لمانځه وروسته د اهل سنت او جماعت له خوا پراخ لاریونونه شوي وو. نن هم د جمعې تر لمانځه وروسته پراخ لاریونونه وشول، چې پکې د حکومت او ایت الله خامنه یي پر ضد شعارونه ورکول کېدل.
بلوچ فعالانو په سراوان کې د ورته لاریونونو خبر ورکړی دی.
راپورونه وايي د پنجشنبې په ورځ د ایران د اهل سنت زیاتره شخصیتونه د جمعې لمانځه او له مولوي عبدالحمید اسماعیل زهی څخه د ملاتړ په موخه زاهدان ته تللي وو.
په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په مکي جومات کې د مولوي عبدالحمید په امامت زرګونه کسانو ګډون کړی دی.
د ایسنا خبري اژانس هم ویلي '' د جمعې لمانځه څخه مخکې او د جمعې لمانځه پر مهال د ښار فضا ارامه او انترنټ هم شته، خو په ښار کې ډېر امنیتي ځواکونه لیدل کیږي.''
د ایران د سیستان او بلوچستان امنیت شورا وايي د '' زاهدان خونړۍ جمعې'' په پېښو کې ټول ۳۵ تنه وژل شوي دي. خو بلوچ فعالان وايي شاخوا سل تنه قربانیان یې پېژندلي دي.
مولوي عبدالحمید ټینګار وکړ چې بلوڅان پر "قومي"، "مذهبي" غوښتنو او همدارنګه "د ټولو ایرانیانو ملي غوښتنو" ټینګار کوي.
هغه ويلي، موږ د بيان، قلم او پر سياسي ازادۍ باور لرو. د ایران ستونزې یوازې اقتصادي او د ژوند ستونزې نه دي، تر ټولو مهم یې سیاسي او د فکر ازادي ده.
"په ایران کې ټول شمولي نشته، تر څو چې هغه شتون ونه لري، په پارلمان کې، لوړ پوړو چارو، ادارو او وزارتونو کې د ټولو مذهبونو، توکمونو او د مختلفو فکرونو وړ اشخاص نه وي، وده او پرمختګ نشي کیدای. "
'' هغه کمزوري چې اوس د هېواد په مدیریت کې شته هغه دا ده چې ټول واک په یوه لاس کې دی.''
د ایران رسمي چارواکي او حکومتي رسنۍ د '' بېلتون غوښتونکو'' او '' جیش العدل'' ډلې د نا امنیو لامل بولي. خو مولوي عبدالحمید دغه څرګندونې رد کړي او امنیت شورا یې تورنه کړه چې په داسې خبرو سره '' د خلکو پر ټپونو مالګه شیندي.''
د زاهدان د امنیت شورا اوسنۍ اطلاعیه په څرګنده توګه د '' د ځینو امنیتي کسانو د نیمګړتیا منلو'' خبر کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د سرغړونکو امنیتي مسؤلینو دوسیې یې پر امنیتي مرکز د برید کوونکو له دوسیو سره یو ځای قضايي ادارو ته سپارلې دي.