کرېکټ نړیوال جام: وېسټ انډیز او سکاټلنډ ترمنځ لوبه روانه ده؛ افغانستان نن تمریناتي لوبه لري

اسټرالیا کې د کرېکټ ۲۰۲۲ نړيوال شل اوريز جام د لومړي پړاو سياليو پر دویمه ورځ د ویسټ انډیز او سکاټلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.

د دې لوبې پچه ویسټ انډیز ګټلې او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.

نن دوشنبه د نړیوال جام لومړي پړاو کې د (بي ګروپ) لوبډلې لوبېږي.

ټاکلې تر دې لوبې وروسته د دغه ګروپ د دوو نورو لوبډلو 'ایرلنډ او زمبابوې' ترمنځ هم لوبه وشي.

پرون یکشنبه د نړیوال جام د لومړي پړاو په لومړۍ ورځ د (اې ګروپ) لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې چې نمیبیا پکې شري لنکا او نیدرلنډز متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

‌د کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام د لومړي پړاو لوبې د اکتوبر تر ۲۱مې دوام کوي او څلور لوبډلې به ترې دویم پړاو ته لار ومومي.

د دویم پړاو لوبې د اکتوبر پر ۲۲مه د افغانستان او انګلنډ ترمنځ پر لوبه پیلېږي.‌

د افغانستان او بنګله دېش لوبه

ټاکلې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نړیوال جام سیالو ته د چمتووالي په یوه تمریناتي لوبه کې نن دوشنبه له بنګله دیش سره لوبه وکړي.

دا په دې لړ کې د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه ده او بله تمریناتي لوبه یې راتلونکي چارشنبه د پاکستان ملي لوبډلې سره ده.

د افغانستان او بنګله دېش دغه تمریناتي لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښن ۱۲ نیمي بجې پیلېږي.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د نړیوال شل اوریز جام له کوربه اسټرالیا، انګلستان او نیوزیلنډ سره لومړي‌ ګروپ کې دی او ټاکلې دوه نورې لوبډلې له لومړی پړاو ورسره ملې شي.

په دویم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي افریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار ومومي.