د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه: "که طالبان خپله تګلاره بدله نه کړي د افغانستان راتلونکی ناڅرګند دی"

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي سرپرست ځانګړي استازي مارکووس پوتزل د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ویلي، که طالبان د ټولو افغانانو حقونه خوندي نه کړي او په مثبته انداز له نړیوالې ټولنې سره تعامل و نه کړي، د افغانستان راتلونکی نامعلوم دی.

ښاغلي پوتزل په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وینا کې زیاته کړه، فغانستان د سختو ستونزو له یوې لړۍ سره مخامخ دی.

نوموړي زیاته کړه، تر هغې چې طالبان د ټولنې ټولو قشرونو ته اجازه ور نه کړي، چې غږ یې واورېدل شي، او ټول قشرونه ونډه و نه لري، د افغانانو لپاره به یې اغېزې لا ناوړه شي.

د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنې، بشري حقونه، له افغانستان سره نړیوالې مرستې او روان اقتصادي او بشري بحرانونه هغه څه دي چې په نننۍ غونډه کې پرې بحثونه وشول.

د غونډې ګډونوالو دغه راز د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په مرسته له اړمنو افغانانو سره د مرستو غږ وکړ او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د ناامنیو وروستیو پېښو ته په کتو سره د خپلو مخکینیو غوښتنو په رڼا کې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په هکله د وروستۍ ربعې رپوټ کې هم له طالبانو غوښتنه شوې چې د ښځو او نجونو په ګډون ټولو افغانانو ازادي او بنسټیزو حقونو خوندیتوب تضمین وکړي.

د غونډې نورو ګډونوالو څه وویل؟

د فرانسې استازې په مشرۍ د دې غونډې ډېری ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په هکله اندېښنه وښووله او په ځانګړې توګه یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځي تګ اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د روسیې د استازې افغانستان کې نشه یي توکو د کرکیلې په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، هېواد یې مرکزي اسیا او بالاخره روسیې ته د نشه یې توکو د کاروبار د پراخېدو په هکله اندېښنه لري.

د امریکا متحدو ایالتونو استازي هم په کابل او هرات کې وروستي بریدونه وغندل او په وینا یې په افغانستان کې د القاعده مشر وژل کېدو ښيي چې له طالبانو سره چلن کې باید احتیاط وشي.

د امریکا استازی وايي، هېواد یې خپل ټول وس او توان کاروي چې د یوناما په مرسته له افغانانو او په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره مرسته وکړي، چې په وینا یې د طالبانو پالیسیو له کبله یې حقونه تروړل شوي دي.

دا په یوه میاشت کې د امنیت شورا دویمه غونډه ده چې په افغانستان کې د حالاتو په اړه بحث په کې کېږي.

طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تازه غونډې په هکله څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي نن سې شنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې باید افغانستان کې ژر تر ژره د نجونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي او ښځو ته باید د کار اجازه ورکړل شي.