بلېنکن: د افغانو ښځو حق نه ورکول د طالبانو په ګټه نه ده؛ وضعیت باید بدل شي

د امریکا د بهرنیو چار وزیر ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول نه یوازې د دې هېواد د نیمایي وګړو په تاوان دي، بلکې پخپله د طالبانو د حکومت ته هم کومه ګټه نه رسوي.

انټوني بلېنکن ویلي، که افغان ښځو ته یوازې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي نو کولی شي چې هر کال د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره ګټه ور ورسوي.

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې سه شنبه سهار واشنګټن کې "د افغان ښځو د اقتصادي ثبات نوښت" په نامه د یو نوي پروګرام د پیل مراسمو کې وکړې.

د دې پروګرام له مخې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له بوسټن پوهنتون سره په ګډه افغان مېرمنو ته د سوداګرۍ، کار موندنۍ او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکوي.

ښاغلي بلېنکن په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل: "کله چې مېرمنې له کاري ځواکه ایستل کېږي نو ټولنه خپله وړتیا له لاسه ورکوي. نیمایي نفوس یې تولید نشي کولای".

نوموړي ټینګار وکړ چې اوسني وضعیت کې ګڼ شمېر افغان کورنۍ له بې وزلۍ او بېکارۍ کړېږي، او که مېرمنو ته یوازې د کار اجازه ورکړل شي نو د ګڼ شمېر وګړو ژوند ورسره بدلېدلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه چې د ژوند او کار ګڼو برخو کې یې پر مېرمنو بندیزونه لګولي دي.

د نوموړي په وینا، ښځې او نجونې هم باید د هر وګړي په څېر د زدکړو، کار، سفر او د خپل برخلیک د ټاکلو حق او جازه ولري.

د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دا نوی پروګرام داسې مهال اعلانېږي چې په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۷مه غونډه هم پیل شوې ده.

تمه کېږي چې د ګڼو نړیوالو ادارو مشران به په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او د نجونو د ثانوي ښوونځیو د بندښت په اړه هم خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، له اسلامي نړۍ سره په ګډه هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د ښځو او نجونو په اړه خپله اوسنۍ تګلاره بدله کړي.

د یادونې ده چې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې طالبانو د حکومت او نورو ملکي خدماتو په ګڼو برخو کې مېرمنې له کاره راګرځولې دي، چې له کبله یې زرګونه افغان مېرمنې بېروزګاره شوي او په کورونو ناستې دي.

پر دې سربېره طالبانو له تېر یو کال راهیسې په ګڼو ولایتونو کې د نجونو ثانوي ښوونځي هم تړلي دي - هغه ګام چې په کور دننه او بهر له سختو نیوکو او غندنو سره مخ شوی دی.

د امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه ټینګار کوي چې تر هغې به د طالبانو حکومت رسمیت نه پېژني چې یو لړ شرطونه یې نه وي پوره کړي.

په دې لړ کې د ښځو حقونو ته درناوی، د کار او سفر اجازه او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکول مهم شرطونه دي.

طالبان بیا ټینګار کوي چې له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې او تعامل غواړي، خو د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده څه موده وړاندې کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل، د نړیوالو 'فرمایشونه' ورته د منلو نه دي. ي.